کور / د ډيورنډ کرښه / وسلوالو په پېښور کي يو پوليس افسر وژلی دی

وسلوالو په پېښور کي يو پوليس افسر وژلی دی

 

د پېښور په مياګجرو علاقه کي نن نامالومه وسلوالو يو پوليس افسر ووژی او دهغه دوه نور ملګري يې ژوبل کړل.

پېښه نن هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله ډي ايس غني خان په خپل ګاډي کي د دوو ساتونکو سره يوځای روان وو او وسلوالو ورباندي ډزي وکړې.

که څه هم د پېښي پړه د حزب الاحرار ډلي پرغاړه اخيستې ده، خو څېړونکي دا احتمال هم نه ردوي چي ګڼي په پېښه کي دي د پاکستاني پوځ او استخباراتو لاس وي.

پاکستاني استخبارات هغه کسان په نښه کوي، چي د پښتنو سره يې خواخوږي وي او دهغوی د پرمختګ فکر ولري.

تېر کال هم د پاکستاني استخباراتو لخوا پښتون پوليس افسر طاهر داوړ په اسلام اباد کي ووژل سو.