کور / اقتصادي / ولسمشر غني: هڅه کوو چې افغانستان د سیمې په څلورلارې بدل کړو

ولسمشر غني: هڅه کوو چې افغانستان د سیمې په څلورلارې بدل کړو

 

د افغانستان  جمهوررئیس اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي مرستیال کانسوکي نګاوکا سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې په افغانستان کې د جاپان استوګن سفیر هم حضور درلود، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په لا پراختیا او سیمه ییز اتصال بحث وشو.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي مرستیال له جمهوررئیس څخه د یاد هیواد د نوي امپراتور د تاجګذارۍ په مراسمو کې د ګډون مننه وکړه او وې ویل، دا د جاپان او افغانستان ترمنځ پراخه دوستانه اړیکې ښیي.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره د جاپان د همکاریو مننه وکړه وې ویل، جاپان د افغانستان نړیوال متحد دی چې په اقتصادي پراختیا او بیارغاونه کې یې لوی رول لوبولی او موږ د دغه مشارکت قدرداني کوو.

جمهوررئیس وویل، سوله د افغانانو لویه غوښتنه او زموږ مهم لومړیتوب دی او پایداره سولې ته یوازې د افغان دولت په مالکیت او رهبرۍ رسېدلای شو. د باعزته او پایداره سولې د تامین لپاره له خپلو مهمو سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو سره سلا مشورې کوو.

د هیواد جمهوررئیس وویل، طالبان باید له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو ګواښونه له منځه یوسي او د خپلو خلکو او هیواد ساتنه وکړي.

جمهوررئیس د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي مرستیال ته وویل، زموږ ټوله هڅه دا ده چې افغانستان د سیمې په اقتصادي، سوداګریزې او انکشافي څلورلارې بدل کړو.

هغه زیاته کړه، موږ د خپلې اقتصادي ودې او عوایدو زیاتولو لپاره ستراتیژي لرو او په بودجه کې د اصلاحاتو راوستو لپاره مو پلان د عملي کېدو په حال کې دی او موږ غواړو په راتلونکو څو کلونو کې ځان بسیاینې ته ورسېږو.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي مرستیال او په افغانستان کې د جاپان استوګن سفیر د افغانستان او سیمې لپاره د جمهوررئیس د اقتصادي لیدلوري د ملاتړ ترڅنګ وویل، هیواد یې له افغانستان سره د کرنې پراختیا او د امنیتي او اقتصادي اصلاحاتو په برخو کې همکاریو ته دوام ورکوي، ترڅو د افغانستان اقتصادي لیدلوری عملي شي.

ښاغلي کانسوکي نګاوکا وویل، هیواد یې د افغان دولت په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او په افغان سوله کې د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ درېږي.