کور / سياسي / د سياست د علم موخې او ګټې

د سياست د علم موخې او ګټې

لیکنه: ګلاب بهار

د سياست علم د اجتماعي علومو یوه څانګه ده، چې مهمې موخې يې په لاندې ډول دي:

۱.د سياست د علم لوړتوب، ارزښت او ارزښت درک کول.

۲. له بېلابېلو سياسي نظامونو، نهادونو او افکارو سره تر بشپړه حده بلدتيا.

۳. د انساني ارزښتونو درک کول او له نورو انساني ټولنو او ملتونو سره د سياسي تفاهم د امکاناتو عیارول.

۴. د خپل هېواد لپاره د کار وړ کدرونو تربيه، چې د هېواد په سياسي ساحه کې ورته د هر وخت لپاره شديده اړتيا ليدل کېږي.

۵. په ټولنه کې د سياسي شعور د لوړوالي لپاره له لازمو سياسي تکتيکونو سره اشنايي، چې د هېواد د ټولنیز ثبات په ساتلو کې ډېر موثر تماميدلی شي.

د سياست د علم ګټې

د ټولنې ځينې وګړي چې سياسي پوهه يې ډېره ټيټه وي، شايد په دې اند به وي، چې سياست د بيکاره خلکو کار دی او هغه خلک چې د ماښام ډوډۍ په ډېرو ستونزو سره پيدا کوي، د هغوی يې په سياست باندې څه؟ همدارنګه شايد ځينې په دې اند وي، چې د سياست په علم خو له سړي څخه ډاکټر يا انجنیر نه جوړيږي، خو اصلي خبره دا ده چې د سياست په علم کې حرفوي جنبه ليدل کېږي او زياتره وخت د سياست د علم او سياسي عمل تر منځ فرق موجود وي. څرنګه چې انسان ټولنیز او سیاسي موجود دی، نو د ژوند د اړتياوو پوره کولو لپاره اړينه ده، چې ټولنیز نظام ښه پاتې شي او پرمختګ وکړي، نو ځکه خو ارسطو د خپل کتاب په ((الاخلاق )) لسم فصل کې ليکلي وو، چې: ((هغه فلسفه چې د انساني له چارو سره تړاو ولري، د هغې پوره او هر اړخيزه درجه تاسې د سياست په علم کې موندلی شی)).

پس سیاست زیاتې ګټې لري چې له ځینو څخه یې په لاندې توګه یادونه کوو:

الف: د سياست د علم پلوشې دي چې په ټولنو کې د ټولو افرادو سياسي شعور روښانه کوي او د نورو له ښکار کېدو څخه يې ساتي او د خپلې ټولنې د ګټو ساتلو ته يې چمتو کوي.

ب: ستراتيژۍ چې د عملي سياست جوړونې د مرکزونو په واسطه ټاکل کېږي او حکومت يې بيا تطبيق کوي او خپلې مطلوبې موخې ورباندې لاسته راوړلی شي، د سیاست له اهمو ګټو څخه بللی شو.

ج: د سياست علم په ټولنه کې سياسي عالمان روزي، څو جامعه د جهالت له منګولو څخه خلاصه کړي او په عمومي توګه د خلکو د پوهې کچې لوړه کړای شي او وکولای شي چې ټولنه مطلوب لوري ته سوق کړي.

د: د سياست علم د سياسیونو لپاره تيورۍ تنظيموي او هغوی ته يې د خپل هېواد د ثبات، امنيت او عدالت ساتلو په موخه وړاندې کوي.