کور / راپور / ملي اميت په کابل کي د مجرمينو يوه ډله نيولې ده

ملي اميت په کابل کي د مجرمينو يوه ډله نيولې ده

چارواکي وايي، چی په کابل کي د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د سړي تښتونکو يوه ډله نيولې ده.

د ملي امنيت څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چی ځانګړو ځواکونو د کابل په اتمه حوزه کي عمليات کړي او د جنايت کارانو يوه ډله يې نېولې ده.

په نيول سويو کي دغه کسان شامل دي:

حامد مشهور په (چنګیز) امیرشاه زوی د بانډ مشر

مطیع الله مشهور په (قاری)  د رحمت الله زوی د ګروپ معاون

صدیق الله مشهور په (صدیق سیاه) د امیر محمد زوی د بانډ غړی

محمد اسحق د محسن زوی د بانډ غړی.

مسؤولين وايي، چي نيول سوي کسان په غتو جرمونو کي ښکېل دي چي اووه تنه يې وژلي او ۴۲ نور يې ژوبل کړي دي.

د ملي امنيت رياست وايي، چي د کابل په بېلابېلو سيموکي يې د جنايتکاره ډلو پر وړاندي عمليات پيل کړي دي.