کور / رسنۍ / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / دوهمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / دوهمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

۱: شتون لري، شتون نه لري – وجود دارد، وجود نه دارد.
دا جمله د پښتو په هيڅ يوه لهجه کي نه ويل کېږي او بې ځايه اوږده سوې ده. د اوږدوالي او ناکره والي دليل يې دا دی چي يو خو ولسي ريښه نه لري او بل له فاړسي څخه ټکي په ټکي ترجمه سوې ده. (شته) او (نشته) يې ښه بديلونه دي. مثلا په باميانو ولايت کي امن شته، په هلمند ولايت کي امن نشته. ځيني خلک (شته دی)، (نشته دی) هم ليکي چي زما په اند د (دی) کومکي فعل ته اړتيا نشته.

۲: طالبان بايد جګړې ته د پای ټکی کښېږدي – طالبان بايد به جنګ نقطه پايان دهند.
دا جمله هم په فارسي او هم پښتو کي سمه نه ده. پای ټکی يا فول سټاپ د ژبپوهني اصطلاح ده چي يوازي د چاپي متن لپاره کارول کېږي. موږ کولای سو ووايو چي: طالبان بايد جګړه پرېږدي، له جګړې لاس واخلي، له جګړې لاس پر سر سي.

۳: د ژبپوهني يو کتاب، پلان، مي تر لاس لاندي دی – يک کتاب زبان شناسی، پلان زير دستم است.
لوستونکو ته د کتاب، ليکوال، کار، پلان يا کارګرو موقعيت مهم نه دی، دا چي لاس پورته او يا پلان کښته دی هيڅ مانا نه لري. خبريال بايد خلک يوازي دومره پوه کړي چي پر کتاب ليکلو يا پلان جوړولو باندي کار روان دی بس.

۴: د سړک غاړي ماين يوې چاودني لس تنه مړه او شل ټپيان پر ځای پرېښودل – يک انفجار ماين کنار جاده ده تن کشته و بيست تن زخمی بجا ګذاشت.
په دې خبر کي خلکو ته د مړو او ټپيانو موقعيت مهم نه دی او دا جمله منطق هم نه لري، په حقيقت کي هغوی بې ځایه سوي دي، يو په لښتي کي پروت دی، د چا تنه يو ځای او لاس يې بل ځای پروت دی، څوک په روغتون او څوک تر هديرې رسېدلي دي چي دا موقعيتونه د مړو او ټپيانو د ژوند له مسير او هدفونو سره اړخ نه لګوي. زما په اند دا جمله لومړی له انګليسي څخه فاړسي او بيا پښتو ته ترجمه سوې ده. په انګليسي کي وايي چي: (Roadside bomb blast left 10 dead and 20 injured) موږ ويلای سو چي: د سړک غاړي ماين يوه چاودنه کي لس تنه مړه او شل نور ټپيان سول.

۵: د کندهار ولايت پوليسو لس کيلو ګرامه نشه يي مواد کشف او تر لاسه کړل – پوليس ولايت کندهار ده کيلوګرام مواد مخدر کشف و ظبط نمود.
زما په فکر په فاړسي کي هم د ( کشف) کلمه اضافي ده. دا چي نشه يي مواد د پوليسو لاس ته ورغلي، نو خامخا يې لومړی کشف کړي او بيا يې نيولي دي. د خبري ارزښتونو په لړ کي يو يې هم تازه ګي يا نوی والی دی.دلته د کشف مرحله زړه سوې او خبري ارزښت نه لري، د خبر اصلي زړی د نشه يي موادو نيول دی، يوازي دا کفايت کوي چي ووايو: د کندهار پوليسو لس کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول.

۶: پراختيا ورکوي – انکشاف ميدهد
دا جمله که څه هم د کلماتو له مخي پښتو ده، خو ګرامري جوړښت يې پښتو نه دی. بايد ووايو چي (پراخوي) مثلا کابل ښاروالي غواړي د هوايي ډګر سړک ته پراختيا ورکړي. د دې جملې سمه او کره بڼه داسي ده:
کابل ښاروالي غواړي چي د هوايي ډګر سړک (پراخ/ سورور) کړي.

۷: کندهار، کندز – قندهار، قندز
قندهار او قندز هيڅ مانا نه لري، بلکي يوازي عربانو او بيا وروسته ميرزايانو دا نومونه له کوم منطق پرته معرب کړي دي. د کندهار کلمه له (ګندهارا) او کندز ريښه له (کهن دژ) څخه راوتلې چي (ق) هيڅ اړخ نه ورسره لګوي.