کور / راپور / مير رحمان رحماني: ډیر احتمال دادی، چي امریکایي استادان د بند پر مهال مړه سوي وي

مير رحمان رحماني: ډیر احتمال دادی، چي امریکایي استادان د بند پر مهال مړه سوي وي

 

د ولسي جرګې رئیس میر رحمن رحماني پرون  ددغه جرګې عمومي ناسته کې ویلي چې ، د طالب زندانیانو او امریکایي استادانو تبادله کي د خنډ او ځنډ پیښیدو له امله ډیر احتمال دادی، چي امریکایي استادان د بند پر مهال مړه سوي وي.

افغان حکومت وايي، چي د حقاني شبکې او طالبانو درې غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د حکومت سره بندیان دي.

ټاکل سوې وه، چي دغه درې طالب زندانيان د دوو امريکايي استادانو سره چي طالبانو په ۲۰۱۶ کال کي  تښتولي دي تبادله سي، خو اوس داسي مالومېږي چي دا پروسه ځنډېدلې ده.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي وايي:  “د حقاني درې لوړپوړي غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د افغانستان د دولت په زندان کې دي. د طالبانو له لورې د شرایطو نه مراعت کول د تبادلې د پروسې د ځنډ سبب سوي دي.”

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند زیاته کړې: “د افغانستان دولت د تبادلې په پروسه بیا غور کوي او د هیواد د ګټو او مصالحو په رڼا کي به اقدام وکړي.”

که څه هم صديقي دا نه ده روښانه کړې چي طالبانو کوم شرائط نه دي پرځای کړي، خو ځيني سرچينې وايي چي دا تراوسه مالومه نه ده چي ايا تښتول سوي امريکايي استادان ژوندي دي که څنګه.