کور / راپور / د ټاکنو کمېسون د رايي شمېرلو بهير نن له سره پيلوي

د ټاکنو کمېسون د رايي شمېرلو بهير نن له سره پيلوي

د ټاکنو خپلواک کميسون مشره حوا عالم نورستانۍ وايي چي د رايو د بيا شمېرني او تفتيش بهير نن له سره پيلوي.

آغلي نورستانۍ چي تېره ورځ يې په کابل کي خبريالانو ته مالومات ورکول وويل، چي نن به د رايو بيا شمېرل پیل سي او دا پرېکړه يې د ټاکنيزو ډلو سره د خبرو وروسته کړې ده.

حوا علم نورستانۍ وویل: “د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټولو کاندیدانو له استازو سره تر دوه ځلي خبرو او بحث وروسته د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر له سره پېلوي.”

د رأیو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر د عقرب په ۱۸ پېل سو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي چي په ۲۰ ولایتونو کي دا بهیر بشپړ سوی دی.

خو په پاتې ۱۴ ولایتونو کي دا بهیر تېره اونۍ د یو شمېر ټاکنیزو ډلو د مخالفت له امله بند سو.

له دې امله حتی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو شمېر سیمه ییز دفترونه وتړل سول.

د ټاکنو د پايلو نېټه چي درې ځلي د کمېسون لخوا ځنډول سوې، اوس هم مالومه نه ده، خو د کميسون مشره حوا عالم نورستانۍ وايي، چي ډېر ژر به د لومړنيو پايلو اعلان وسي.