کور / راپور / افغان حکومت: د بنديانو تبادله ځنډلې، موږ به پر دې پرېکړي له سره غور کوو

افغان حکومت: د بنديانو تبادله ځنډلې، موږ به پر دې پرېکړي له سره غور کوو

 

د ددو امريکايي استادانو په بدل کي د دريو جګپوړو طالب مشرانو خوشي کول ځنډېدلي دي.

افغان حکومت وايي، چي د حقاني شبکې او طالبانو درې غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د حکومت سره بندیان دي.

ټاکل سوې وه، چي دغه درې طالب زندانيان د دوو امريکايي استادانو سره چي طالبانو په ۲۰۱۶ کال کي  تښتولي دي تبادله سي، خو اوس داسي مالومېږي چي دا پروسه ځنډېدلې ده.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي وايي:  “د حقاني درې لوړپوړي غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د افغانستان د دولت په زندان کې دي. د طالبانو له لورې د شرایطو نه مراعت کول د تبادلې د پروسې د ځنډ سبب سوي دي.”

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند زیاته کړې: “د افغانستان دولت د تبادلې په پروسه بیا غور کوي او د هیواد د ګټو او مصالحو په رڼا کي به اقدام وکړي.”

که څه هم صديقي دا نه ده روښانه کړې چي طالبانو کوم شرائط نه دي پرځای کړي، خو ځيني سرچينې وايي چي دا تراوسه مالومه نه ده چي ايا تښتول سوي امريکايي استادان ژوندي دي که څنګه.