کور / راپور / د ارواښاد اجمل خټک زوی ميرويس خټک په روغتون کي مړ سوی دی

د ارواښاد اجمل خټک زوی ميرويس خټک په روغتون کي مړ سوی دی

 

د عوامي نيشنل پارټۍ مخکنی مشر او د پښتنو د مخکښ شاعر اجمل خټک زوی ميرويس خټک په پېښور جېل کي مړ سوی دی.

ميرويس خټک چي ذهني ناروغي يې لرل د خپلي خور د قتل په تور زنداني وو.

د نومبر پر لومړۍ نېټه ميرويس خټک خپله خور په چاقو وهلې وه، چي وروسته د ژورو ټپونو له امله هغې په روغتون کي ساه ورکړه.

ميرويس خټک چي دا مهال د تحقيقاتو لپاره په پېښور زندان کي وو، مړ سوی خو تراوسه د هغه د مړيني لامل مالوم نه دی.