کور / شعر / يو بل روح هم دبندله قيده د تل لپاره  ازاد شو

يو بل روح هم دبندله قيده د تل لپاره  ازاد شو

رفيع الله روشن

ستا مينې شاعره کړم لیکواله شوم
تل غزل لیکمه زه دې مړه شمه


لکه څنګه چې د ژوند يو نوم مبارزه ده نو تل بايد په ژوند کې له واقع کېدونکو حالاتو سره په نره ډغرې ووهل شي،دا پېښې کېږي د همدې لپاره چې موږ يې پر وړاندې ودرېږو او ځواب يې ورکړو.

خو د عمل عکس العمل يواځې ځوانان او نارينه نه بلکې زموږ همت لرونکې او با شهامته مېرمنې او پېغلې هم ښودلی شي او نړۍ او پکې اوسېدونکو وګړو ته دا روښانه کوي چې ښځه په رښتياهم نيمه نړۍ ده،نو ځکه خو شاعر وايي:
چې خبرې يې له کاره کمې ندي
لوپټې مو د دستاره کمې ندي

خبره تر دې راياده شوه چې د هېواد په دې نا امنيو او ګډوډيو کې کله کله داسې زېرې هم اورو چې ټول غمونه او دردونه مو هېر شي.

داځل د خوښۍ دا خوږ زېری  له کندهار جګړه ځپلي ولايت څخه لرو او هغه دا چې د ځوانې او تاندې شاعرې آغلې ثرايا حميدي افغان په هنري ګوتو ليکل شوې د (بند روح) تر عنوان لاندې شعري ټولګه تازه په تازه دچاپ په ګاڼه و پسولل شوه او دا بند روح له قفس  څخه د يوه مارغه په شان د تل لپاره له بنده ازاد شو.

د آغلې حميدي افغان د کتاب چاپ موږ ته دا هيلې راکوي چې لا هم کندهارۍ پېغلې او مېرمنې د خپلو قوي فکرونو او وزمينو قلمونو پر مټ د ميوندۍ ملالې ارمانونه پالي او بدرګه کوي يې.

د کندهار په اوسنيو نا امنو حالاتو کې اوس هم د کندهاري وګړيو په منځ کې د احمد شاهي او هوتکي ځوانانو تر څنګ، نازو او زرغونه رنګې  پېغلې او مېرمنې هم را لوېږي او دوی سره له دې چې دوخت  او حالاتو جبر او تاړاکونو يې په خوله لاسونه ايخي او په لاسونو کې يې د اورونو ځنځيرونه وراچولي او ډېر وخت د رسمونو او عنعنو په مجمرونو کې په باندې شويو بټونو نينې کېږي خو بيا هم لاهوتي او ملکوتي ازانګو ته انعکاس ورکوي.

له نېکه مرغه چې نن د همدې وياړلو مېرمنو په منځ کې يوه هم د پياوړي قلم څښتنه او تانده شاعره آغلې ثرايا حميدي افغان ده چې قلم يې د هېواد له حماسو،د جانان له مينې او د ځان د باور او ويساينې ګلونه دوړوي.

آغلې افغان د خپل ملت او ولس د زړه غږ د شعر او حماسو په ژبه بېرته ټولنې ته وړاندې کوي.

زه ورته ددې کتاب د چاپ په پار ډېره مبارکي وايم او په راتلونکې کې هم ورته په دې برخه کې د ډېرو نوښتونو او برياوو هيله کوم.