کور / راپور / چارواکي: په فارياب کي مهم طالب قومندان وژل سوی دی

چارواکي: په فارياب کي مهم طالب قومندان وژل سوی دی

 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي افغان ځواکونو په فارياب ولايت کي د طالبانو يو مهم قومندان وژلی دی.

د خبرپاڼي په خبره، دغه طالب قومندان چي حفيظ الله نومېدی او په (ظالم کش ) مشهور وو د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کي د هوايي بريد په نتيجه کي وژل سوی دي.

ددغه پېښي په هکله تر دا مهاله طالبانو څه نه دي ويلي.