کور / د ډيورنډ کرښه / د حکومت ضد احتجاج کونکو په محکوم وطن او پاکستان کي لويي لاري بندي کړي دي

د حکومت ضد احتجاج کونکو په محکوم وطن او پاکستان کي لويي لاري بندي کړي دي

 

د جميعت علماء اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د محکوم وطن او پاکستان ځيني لويي لاري تړلي دي.

د جمعيت علماء او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشران وايي، چي د لارو بندول يې د هغه پلان يوه برخه ده چي د موجوده حکومت پرضد يې راپیل کړی دی.

د جميعت علما اسلام (ف) غړو  د احتجاج په توګه قراقرم لويه لاره تړلې ده.

دا لاره چین او پاکستان سره نښلوي او احتجاج کونکو له تېرو درو ورځو راهېسې د مانسهرې په ډانډي سیمه کې تړلې ده.

په دې سربېره د بلوچستان په حب سیمه کې مظاهره کونکو هغه لاره تړلې چې کراچۍ ته ځي.

د اکتوبر پر ۳۱ نېټه د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په اسلام اباد کي د حکومت پرضد د (ازادۍ مارچ) په نوم لاريونونه پيل سول.

د (ازادۍ مارچ) د ګډونوالو غوښتنه داده چي لومړی وزير عمران خان دي استعفا ورکړي او بيا دي له سره ټاکني وسي.

دوې ورځي وړاندي د (ازادۍ مارچ) مشر مولانافضل الرحمن وويل، چي له دې وروسته به پر بي پلان کار کوي، چي له مخي به يې په پاکستان او محکوم وطن کي د حکومت ضد لاريونونه پيلوي.