کور / اقتصادي / د ۱۳۹۹ کال په بوديجه کي ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی

د ۱۳۹۹ کال په بوديجه کي ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی

د ماليې وزارت د ۱۳۹۹ کال د بوديجې سند د تصويب لپاره پارلمان ته لېږلی دی.

ددغه وزارت ویاند شمروز مسجدي وايي، چي د ۱۳۹۹ کال ټوله بوديجه ۴۲۸ مليارده افغانۍ اټکل سوې ده او په دې سره د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه: “موږ له استماعیه جلسو، ولایتونو ته له سفرونو او د افغانستان اقتصادي پروګرامونو ته په پام سره دغه مسوده چمتو کړې، چي ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه چي معاشونه او دولتي خدمتونو کي ورنه استفاده کیږي، او ۱۳۹ میلیارده پراختيايي بودجه مو په پام کي نیولې.”

ښاغلی مسجدي وايي، هيله لري چي ولسي جرګه ژر د بودېجې سند تصويب کړي ترڅو د راتلونکي مالي کال پروګرامونه پيل سي.