کور / راپور / کوټه کي چاودني د ايف سي څلور سرتېري هلاک کړي دي

کوټه کي چاودني د ايف سي څلور سرتېري هلاک کړي دي

 

د کوټي په کچلاغ سيمه کي د پاکستاني سرتېرو پر ګاډي بمي چاودنه سوې چي پکي د ايف سي څلور سرتېري هلاک سوي او پنځه نور ژوبل دي.

پېښه د کچلاغ په زاړه بای پاس کي هغه مهال رامنځ ته سوه، چي کله د ايف سي ګاډۍ د ګزمې لپاره د سړک پرڅنډه روان وو .

راپورونه وايي، چي چاودنه د موټرسيکل په ذريعه رامنځ ته سوې ده.

طبي سرچينې وايي چي په ژوبلو کسانو کي د دوو نفرو روغتيايي حالت مرګونی دی.

له دې وړاندي د اکتوبر پر ۱۷م نېټه د کوټې په (ډبل روډ) ‎ باندې په چاودنه کې هم ګڼ پوليس ووژل سوه.