کور / اقتصادي / آيت الله خامنه اي: مظاهره چيان شر اچونکي کسان دي

آيت الله خامنه اي: مظاهره چيان شر اچونکي کسان دي

 

د ايران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي لارو کوڅو ته راوتلي لاريون کونکي شرخوښونکي بللي او ويلي يې دي چي دغه خلګ د هيواد د ملي ګټو پرضد راوتلي دي.

په ايران کي وروسته له هغه لاريونونه پيل سول چي د حکومت لخوا د تيلو په بيه کي ۵۰ سلنه زياتوالی اعلان سو.

د دغه اعلان له مخي چلونکي کولای سي چي په يوه مياشت کي تر۶۵ لېټرو پوري هر لېټرتېل په ۱۵۰۰۰ ريال ( ۱۰ افغانۍ) رانيسي، خو له دې څخه زيات تېل به لېټر په ۳۰۰۰۰ ريال ( ۲۰ افغانۍ) وي.

د ایران په بېلابېلو ښارونو کي قهرجنو مظاهره چيانو لوي لاري تړلي او د سړکانو منځ کي يې د اعتراض په توګه موټران درولي دي.

په دغه لاريونونو کي شاوخوا اووه کسان هم وژل سوي دي.

د ايران مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي وايي: “زه دومره پوره ویلای سم چي هیڅ څوک دي د دې شر خوښو سره مرسته نه کوي، دا هوښیاري نه ده، دا پر ملي ګټو باندې شخصي ګټو ته ترجیح ورکول دي.”

د هغه په خبره، لاريون کونکي عام ولس نه دی، بلکي شرخوښونکي کسان دي.

بل خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چي امريکا د ايران د خلګو ترڅنګ ولاړه ده.