کور / شعر / مړه هيله ، يوه هيله 

مړه هيله ، يوه هيله 

ليک ؛ حفيظ الله ياد
—————–
د ژوند په لوړو ژورو کښې چي مي کله له شعر سره علاقه پيدا شوه هم له هغه وخته به مي تر اوس دمه بلها نارينه شاعران لوستي وي هن په پښتو ، اردو ، انګريزي او ډېر لږ په فارسي ژبه کښې. خو خدای شته د ښځينه شاعرانو که مي څه شاعري لوستی وه خو يوه غونډه شعري ټولګه نه. ما به له وخته د نارينه شاعرانو په شعر تنده ماتوله او خپله فکري خورکه او رهنمايي به مي ترې اخيستله. لکه څنګه د غزل په باب پخوانی تعريف کيده چي ” غزل د خپلي محبوبې سره خبري دي” او چي ګله ښځينه شاعرانو په غزل پېل وکړ نو د غزل دا تعريف يا شناخت هم له منځه کډه و کړله.
څو ورځي مخکښي د سهيلي پښتونخوا د غوڅکي د سيمي د يوې داسي ښځينه شاعري ( آرزو زياتوالي ) يو کتاب ( هيله مړه سوه ) په لاس راغلی چي د کتاب تخليق کوونکې يه د ژوند لومړۍ ساه د شعرونو په فضا کښې اخستې ده او په يوه شاعرانه کورنۍ کښې يه روزنه شوې ده. دا شاعره مي پېژندله له ډېره وخته خو يوه ورځ مي چي دي دې له خولې دا ټکی و يوې غونډې ته په نري نري باران کښې واوېدی چي ما ټوله ژوند د خپلو خلګو او خاوري شعر ليکلی دی ما په شعر کښې حسن او شونډان نه دي ستايلي نو مي فکر وکړ چي دا سحرا راته ودانه غوندي ښکاري. او د دې خبري يو مدلل او واضح جواب راته آرزو پخپله په يوه شعر کښې راکړ چي دا وايي ؛
د ورور وژنه او د بل په خوله لوټ شوی وطن
پښتنو ما کـــــه د جهان خبري و نه کړلــــــې
آرزو زياتوالي په يوه داسي سيمي کښې درې شعري ټولګي د سماج لمني ته سپارلي ده چرته چي جمالياتو د سکوت سره سره د پدر شاهي اورو آسمان نيولی دی. چرته چي د نارينه شاعر اوږې هم د حالاتو د جبر بار ته ستړي راغلې وي. چرته چي يه نارينه شاعران هم له خپل احساسه سر ټکوي او د نفسياتو د پوهانو په فکر ښځه تر نر څو چنده حساسه وي نو دي ښځينه شاعري نازکي اوږې او دا زغم پرې وړل د وياړ او افتخار خبره ده.
اوس راځو کتاب ته. دا کتاب د اغلې ليکوالي او شاعري دريمه شعري ټولګه ده چي يه ټايټل د استاد لايق د هغه شعر عکاسي کوي چي ؛
اوس به ډوبېدونکی لمر و تور ماښام ته څه وايي
دا له زرو جـــــوړ باچا زنګـــــي غلام ته څه وايي
ځکه چي دواړه د بې وسۍ هغه کېفيتونه دي چي پکښې احساس په بره الوتل غواړي مګر د وخت خوني باچا يه په ډېر وهشت سره دواړه وزري په اور ور سوځولي وی. د کتاب پر ټايټل باندي يو شعر پروت دی کم چي د هغه بې وسه هيلو او ارمانونو عکاسي کوي چي يه په ټولنه کښې هره ښځه د بې وسۍ له کبله په رڼو اوښکو بدرګه کوي. په دې کتاب کښې هر شعر د يوه ژور احساس پيداکرده تصوير دی چي له هره مصنوعي جوړښته مبرا او خلاس دی. ځکه چي شاعره خپله د شعر په حقله څه داسي وايي چي ؛
” شعر يو داسي چی دی چي انسان يي په زوره پخپله خوښه پر يو موضوع نه شي لیکلای، بلکې خپله د سړي ذهن او زړۀ ته راځي “
د دې شعري ټولګي لويه او غالبه برخه د ملپالۍ په برخه رسېدلې ده. چي پکښې ښاغلي ستايل شوي دي، د رڼا هيله ، د ازاد صباون انتظار ، د خپلي غلامۍ احساس ، د زخمونو آهونو ، د دار په سر د ژوند سندري ويل شوي دي.
لکه چي يو شعر دی ؛
ګرانه ده ډوډۍ ګولۍ ارزانه سوه
چا راته د مـــــرګ کمند ټاکلی دی
يا داسي ويل شوی دي چي ؛
چي د‌ مغل زياتوب پر ځای پاته سي
خـــوشحال د مرګ په فلسفه بندوي
د قامي بيلتونرخبره داسي کوي چي ؛
خدای خبر چي پر څۀ بيا ځله يو يو سو ؟
بې ثمره ســـــــــوه د قام بـــــــرداره ونه
په دې شعري ټولګه کښې د قامپالۍ او ملت پالۍ سره سره طبقاتي رنګ هم شتون لري، لکه شاعره څه داسي وايي ؛
سپين کفن مي ولي را په غاړه کړئ ؟
ښې جامې را وکړئ له نېستۍ مړه يم
يا بل ځای د شنه آسمان د لاندي ژوند داسي انځوروي چي؛
هيڅ هم د ابادۍ څه آثار نه ورته ښکارېږي
ويجاړي کروندې وي سر د پاسه شين آسمان
او د شعري ټولګه له دې کوټلي احساس سره سره د جمالياتو څرک هم لري لکه د بېلګي په توګه ؛
ستا پر ځوانۍ مي د خزان ويره ده
ما به په اوښــــــــکو اوبولـــــې ګله
يا بيا داسي وايي ؛
ډېرو غــــمو له ژونده و ييستم اټاله يې کړم
د بڼو غشو پر زړۀ و ويشتم بې حاله يې کړم
د‌ کتاب روستۍ برخه يه نظمونه دي چي هر نظم يه حماسه ده. چي پکښې شاعري د خپل حساس زړه درونه تصوير کړي دي او د سترګو وړاندي يه د هر تېر سوي جبر پر ضد څرګندونه کړې ده. د پښتني سيمي او سماج د هر هغه جبر غندنه يه کړې ده کم جبر او ځنځير چي د کلتور او رواياتو په آبان کښې فنا اخيستې ده او هره ورځ د يوې ښځي بلها ارمانونه په خاورو کښې ښخوي.
آرزو زياتوالي ته ډېر داد او ورڅخه هيله کيږي چي قلم همدغسي روان او د ضمير په منشا چلوي نه د سماج او چاپېريال په خوښه.
يو ځل مي بيا‌ د زره له کومي داد و منه 👍

.