کور / د ډيورنډ کرښه / د مومندو جرګه: پاکستاني حکومت ته به اجازه ورنه کړي چي زموږ معدنونو ته لاس واچوي

د مومندو جرګه: پاکستاني حکومت ته به اجازه ورنه کړي چي زموږ معدنونو ته لاس واچوي

 

تېره ورځ د مومندو قبايلي مشرانو د يوې جرګې په ترڅ کي د هغه قانون غندنه وکړه چي له مخي يې د قبايلي سيمو معدنيات د پاکستاني حکومت ترکنټرول لاندي راولي.

د نومبر پر ۱۳ نېټه پاکستاني رياست دداسي قانون منظور ورکړه چي له مخي يې په قبايلو کي موجود معدنونه به د حکومت ترلاس لاندي وي او د هغوی لخوا به استخراجېږي.

د مومندو قبېلې مشرانو پرون په جرګه کي دغه قانون وغندی او ويې ويل چي حکومت ته به اجازه ورنه کړي چي زموږ معدنونو ته لاس واچوي.

په ياده جرګه کي دا پرېکړه وسوه، چي راتلونکې پنجشنبه به د مومندو يوه بله ستره جرګه هم راوبلي او ددغه قانون پرضد به قبايلي مشران سره راټول کړي.

د يادي  جرګې  يو ګدونوال قبایلي مشر فردوس خان ساپی وايي: “په دې جرګه کي قامي مشرانو، د ماربلو د کانونو مالکانو او له دې کاروبار سره تړلو خلګو په ګڼ شمېر کي ګډون وکړ. په جرګه کي نه یواځې د دې قانون غندنه وسوه بلکي د دې خلاف تر اخري حده د اییني او قانوني اقداماتو کولو فیصله هم وسوه. ماربل د دې قام د ګټې واحده ذریعه ده چي دا ترې حکومت واخلي نو دا خلک به څه کوي؟”

د جرګې یو بل ګډونوال ګل شاه ساپی بیا وايي، پر ځای د دې چې حکومت په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو وروسته د قبایلي ولس ژوند ښه کړي، دوی یې له شته وسایلو هم بې برخې کوي.

” قبایل وايي چې حکومت دا ۱۰ کله مونږ په جنګونو کې وساتلو، مړه یې کړو، جلا وطن یې کړو. چې په صوبه کې یې شامل کړو نو موږ وایو چي اوس به راسره انصاف وسي. سکولونه، هسپتالونه او سړکونه به راته جوړ سي نور سهولتونه به راکړل سي. دغه هیڅ و نه سوه خو موږ یواځي دغه غرونه او معدنیات لرو دا هم رانه حکومت اخلي نو قبایلي ولس په یو حال کې د دې منلو ته نه دی تیار.”