کور / راپور / د فضل الرحمن وروسته سراج الحق د حکومت د نړولو ژمنه کړې ده

د فضل الرحمن وروسته سراج الحق د حکومت د نړولو ژمنه کړې ده

 

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وايي، چي په ملک کي د خلګو ورځنۍ چاري ټکنۍ سوي دي او خلګ د سخت اقتصادي بحران سره مخ سوي دي.

نوموړي تېره ورځ په باجوړ کي يوې غونډي ته وويل، چي د موجوده حکومت پلانونو پاکستان د اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړي وويل، چي د موجوده حکومت د نړولو يوه لار داده چي اپوزيسون ګوندونه په قامي اسمبلۍ کي استعفا ورکړي.

هغه په خپلو خبرو کي وويل، چي ډېر ژر به د حکومت پرضد تحريک شروع کړي او په دې برخه کي به د نورو ګوندونو سره هم سلامشورې پيل کړي.

د هغه په خبره، د عمران خان په مشرۍ موجوده حکومت هيڅ قانوني حيثيت نه لري.