کور / شعر / صنم

صنم

شعر: زلمی نصرت

رامولې یم صنم

د صنم د سترگو نم

نم د سترگو پر لبان

د لبان پر مخ شبنم

د شبنم هره دانه

د ډک جام نه نه و کم

یو مسکا یې د لبان

رانه لرې کړ ټول غم

چې خوره یې کړه زلفان

زه یې کړمه هلته تم

کړمه څانگو کې را تاو

سره شو سره همدم

هغه دم هغه کرم

ماته شو بیت الحرم

هیر به شې د نصرت

هغه وخت او هغه دم

۱۵.۱۱.۲۰۱۹

وایله

دنمارک