کور / راپور / د نقيب مسيد پلار: راو انور دي ونيول سي، ترڅو د هغه پرضد ګواهي ورکړل سي

د نقيب مسيد پلار: راو انور دي ونيول سي، ترڅو د هغه پرضد ګواهي ورکړل سي

 

د ارواښاد نقيب مسيد پلار  وايي چی د راو انور دي ونيول سي، ترڅو د هغه پرضد د ګواهۍ ورکولو کسان حاضر سي.

راو انور په کراچي کي د زرګونو پښتنو قاتل دی ، چي دوه کاله وړاندي  يې نقيب مسيد هم په جعلي مقابله کي شهيد کړ.

د نقيب مسيد پلار د راو انوار او هغه سره په مقابله کي شاملو پوليسو پرضد د زوی د وژني مقدمه درج کړې او اوس د دې مقدمو په عدالتونو کي اورېدني رواني دي.

د وکيلانو په وېنا په ياده مقدمه کي د راو انوار په ګډون پنځه تنه په ضمانت خوشي سوي دي، ۱۳ کسان بنديوان دي او اووه تنه پکي تښتېدلي دي.

وکیل او فعال جبران ناصر په ټولنيزو رسنیو د نقيب مسيد د پلار سره د کړو خبرو ويډيو خپره کړې چي پکي هغه وايي د څو مياشتو راهسې يې په پېنډۍ کي په روغتون کې درملنه روانه ده او “ډاکټران ورته وايي چي ليري دې سفر نه کوي”.

محمد خان وايي “راو انور دې ونيول سي ځکه زما ګواهان د هغه نه ويريږي، دی (راوانوار) ټول پېژني او چي دی ونيول سي بيا به ګواهان ګواهي ورکړي”.

د نقيب مسيد د مقدمې څارونکي پوليس هم عدالت ته ويلي، چي راو انور او د هغه سره مل په ضمانت خوشي سوي کسان ډېر ظالم او چالاک دي او بايد بېرته ونيول سي.