کور / راپور / د جنجالونو وروسته نواز شريف د درملني لپاره لندن ته ولېږدول سو

د جنجالونو وروسته نواز شريف د درملني لپاره لندن ته ولېږدول سو

د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د فساد په تور بنديوان نواز شريف نن سهار د درملني لپاره  لندن ته واستول سو.

نواز شريف چي د فساد په تور بندی وو، څو اونۍ وړاندي ناڅاپه ورباندي ناروغي زور وکړ او د درملني لپاره لومړۍ د لاهور يو روغتون ته او بيا کور ته منتقل سو.

د دوو اونيو جنجالونو وروسته نواز شريف ته اجازه ورکړل سوه چي لندن ته ولېږدول سي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ويلي، چي نواز شريف ته په مشروط ډول له ملک څخه بهرته د تګ اجازه ورکوي.

عمران خان ويلي، چي نواز شريف کولای سي چي له ملک څخه بهر د تداوي لپاره ولېږدول سي، خو په دې شرط چي بېرته به پاکستان ته راستنېږي.

د پاکستان د قانون وزيري فروغ نسیم د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کي خبري غونډې ته وویل: “ نوازشریف ته د هغه د خراب صحت په خاطر د تداوۍ  لپاره د ملک څخه د بهر تګ اجازه ورکړل سوې ده، خو د هغه کورنۍ به د اووه اربو روپو دا ضمانت ورکوي چي پخوانی وزیراعظم به د اعلان وروسته هېواد ته ستنېږي، هغه څلور هفتې بهر تیرولای سي او د یو ځل لپاره نوازشریف ته د بهر تګ اجازه ورکړل سوې ده”.

بل خوا د مسلم ليګ (ن) ګوند وايي، چي دا ډول شرطونه د عمران خان منافقانه چلند ښکاره کوي.

نواز شريف ويلي، چي دده پر وړاندي د عمران خان چلند (سياسي غچ )دی.

نواز شريف د فساد په تور د پاکستان د احتساب ادارې بندي کړی دی، خو په دې وروستيو کي د هغه د خراب وضعيت له امله نوموړی له بند څخه وايستل سو او اوس تر درملني لاندي دی.