کور / راپور / پاکستاني استخباراتو بلوچستان کي بلوڅان لادرکه کړي دي

پاکستاني استخباراتو بلوچستان کي بلوڅان لادرکه کړي دي

 

د بلوچستان په ګوادر سيمه کي له څو ورځو راهيسي د بلوڅانو اغوا کول ډېر سوي، چي پکي د پاکستان استخباراتي ادارې ککړي بلل سوي دي.

د پاکستان استخباراتي ادارو په زرګونه بلوڅان وژلي او يا يې هم په پټو زندانونو کي ساتلي دي.

د دوو اونيو په ترڅ کي شاوخوا ۲۰ تنه بلوڅان چي په مزدوري يا تعليم بوخت وه، د پاکستاني څارګري ادارې لخوا اغوا سوي دي.

تېره ورځ هم يو ځوان چي په کالج کي يې زده کړي کولې او د خپلي کورنۍ ليدلو لپاره ګوادر ته تللی وو، د پوځيانو لخوا اختطاف سو.

پاکستاني رياست په لسګونو زره پښتانه او بلوڅان ددې لپاره لادرکه کړي، چي د خپلو حقونو غوښتنه کوي او د پاکستاني رياست د ظلم پر وړاندي يې اواز اوچت کړی دی.