کور / د ډيورنډ کرښه / قبايلي مشران د ترهګر رياست پرضد جرګه سوي دي

قبايلي مشران د ترهګر رياست پرضد جرګه سوي دي

د جنوبي وزيرستان قبايلي مشرانو د سيمی د ستونزو په هکله جرګه کړې او د وروستيو تحولاتو په کله يې خپلمنځي خبري اتري کړي دي.

د جنوبي وزيرستان مشرانو ويلي، چي په قبايلي سيمو کي د حکومت لخوا ناامنۍ ته لمن وهل کېږي او دلته په لوی لاس ترهګرو ته موقع ورکول کېږي چي خپل وسلوال فعاليتونه وکړي.

په جرګه کي د حکومت لخوا د قبايلو د معدونونو په هکله د قانون غندنه هم وسوه او پرېکړه وسوه چي د پاکستان حکومت ته به په هيڅ صورت د قبايلو تر ځمکي لاندي معدنونه ورنه کړي.

تېره اونۍ د پاکستاني رياست لخوا داسي قانون وړاندي سو چي له مخي به يې د قبايلو کانونه د حکومت لخوا کنټرولېږي او د استخراج پروسه به يې هم د حکومت ترلاس لاندي وي.

ددغه قانون پرضد په صوبايي اسمبلۍ کي هم سخت انتقادونه وسول او قبايلي مشرانو ويلي چي په هره بيه چي وي ددې قانون مخه به نيسي او د پنجاب لخوا دپښتنو د شتمنيو د چورولو په وړاندي به خنډونه جوړ کړي.