کور / راپور / حکمتيار: د درملوک کمپنۍ په شمول دي په ټاکنو کي درغلي کونکي محاکمه سي

حکمتيار: د درملوک کمپنۍ په شمول دي په ټاکنو کي درغلي کونکي محاکمه سي

د حزب اسلامي مشر او ولسمشريزو تاکنو ته ولاړ نوماند ګلبدين حکمتيار وایي، چي په هيڅ وجه به د درغليو ډکي پايلي ونه مني او د خپل حق غوښتنه به کوي.

نوموړي چي نن يې په کابل کي يوې خبري غونډي ته خبري کولې وويل، چي د ولسمشريزو تاکنو رايي د يوټيم په غوښتنه بيا شمېرل کېږي.

نوموړي وويل، بايومټريک رايي بايد ټولي باطلي اعلان سي، ځکه په هغه کي درغلي سوې ده.

حکمتيار دا هم وويل، چي په انتخاباتو کي درغلي کونکي کسان بايد محاکمه سي او همداراز د درملوک کمپنۍ هم بايد محکمې ته راکش سي.

د هغه په خبره، درملوک کمپنۍ د يوه مشخص کانديد په ملاتړ رايي شمېرلي دي او هغه دوی ته د اعتبار وړ نه دي.

حکمتيار تور پوري کړ، چي ولي د انتخاباتو د کمېسون پرځای حکومت د درملوګ کمپنۍ سره قراردار وکړ او همدا وجه ده چي دغه کمپنۍ د حاکم ټيم په مرسته رايي حسابوي.

د افغانستان ولسمشريزي ټاکني د مېزان مياشتي پر ۶ نېټه ترسره سوې، چي پايلې يې لا تراوسه نه دي اعلان سوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون د رايو د اعلان د ځنډ سبب د ځينو ټاکنيزو ټيمونو لخوا د جنجالونو رامنځ ته کول ښودلی دی.