کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / شپږمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / شپږمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

۱: په کرولا ډوله موټر کي ځای پر ځای شوي نشه یې توکي ونیول شول.
له پورتنۍ جملې څخه داسي ښکاري چي موټر کورولا نه، بلکي کورولا ډوله، ياني کورولا ته ورته و، مثلا يو څوک ملا نه وي، خو کالي يا د خبرو ډول يې ملاته ورته وي، نو خلک وايي چي، (ملا ډوله)، (ملاوشمه)، (ملا رقمه)، خو واقعيت دا دی چي د دې ميرزايي خبريالانو هدف دا وي چي موټر کورولا ده، نو ښه به دا وي چي (ډول) ځني ليري او جمله داسي وليکي: ( ( په کرولا موټر کي ځای پر ځای شوي نشه یې توکي ونیول شول)).

۲: له منځه ولاړ – از بين رفت
لکه څنګه چي (منځ ته راتلل) له فارسي څخه ټکي په ټکي راترجمه شوې جمله ده، دغسي له منځه تلل هم ترجمه شوې جمله ده او ولسي ريښه نه لري. په دې ترجمه شوې جمله کي هدف د موجود موقعيت مشخص کول نه، بلکي د هغه د تخريب څرنګوالی او اندازه ښودل دي. مثلا که يو موټر پر ماين ختلی او تخريب شوی وي، نو د تخريک کيفيت يې په ډول ډول جملو بيانولای شو، که سوځېدلي وي، نو ويلای شو چي موټر وسوځېد، که ټوټه ټوټه شوی وي، نو ويلای شو چي ويجاړ شو، که لږ ويجاړ شوی وي، نو ويلای شو چي کړوپ شو، زيانمن شو او يا تاوان ورواوښت. که عسکر وژل شوي وي، نو ويلای شو چي عسکر ووژل شول. که هدف دا وي چي يو څوک يا يو شی له صحنې ووت، نو وايو چي اس ولاړ، موټر يې بوت، په يوه شېبه کي له سترګو پنا شو، ژوندی ژړانده ورک شو، ناڅاپه ورک شو، فلانی له سياسي ډګره ووت يا وايستل شو، غله له کلي وشړل شول، غله وتښتېدل. غله ووژل شول.

۳: احمده ومي نه شوای کولای چي تا ووينم – احمد نتوانستم شما را ببينم
دا جلمه هم، پېچلې، پرې پرې، بې ځايه اوږده شوې، غير ولسي او د فارسي ګرامر په رڼا کي ليکل شوې ده، موږ کولای شو دا جمله داسي ووايو: (( احمده و مي نه ليدای شوای))

۴: يو غل د پوليسو له خوا ونيول شو. يک سارق از طرف پوليس بازداشت شد.
د دې جملې ولسي، روان او لنډ بديل دا دی چي ووايو: (( پوليسو يو غل ونيو ))

۵: په حق ورسېد
ولسونه د مړي يا وژل شويو خلکو لپاره ډول ډول ولسي او ساده جملې کاروي. که راوي د وژل شوي کس په اړه مطلق بې طرفه وي، نو وايي چي احمد ووژل شو، که يې وژنه ناروا او جنايت بولي، نو وايي د خپلي عقيدې په رڼا کي د هغه وژل کېدل غندي نو وايي چي (احمد شهيد شو). که څوک په خدايي مرګ ياني ناروغۍ يا طبيعي پېښو له امله مړ شوي وي، نو خلک وايي چي (احمد مړ شو)، که يې احترام کوي نو وايي چي (احمد وفات شو)، که د مذهبي عقيدې په رڼا کي نظر څرګندوي او هدف يې دا وي چي موږ به هر يو يوه ورځ مرو، نو وايي چي: ( احمد پور پرې کړ.) که کرکه ځني کوي، نو وايي ( ښه شو چي د احمد خوله پټه شوه)، که مړی يې له خپلوانو څخه وي او دی ځنی ناراضه وي، نو وايي چي: (ښه شو چي احمد خدای واخيست)