کور / اقتصادي / کندهار کي د خالصو انارو مربا توليد پراخ سوی دی

کندهار کي د خالصو انارو مربا توليد پراخ سوی دی

 

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د حرم سرای په نوم د زراعتي کوپراتیف یوه مسول د یو شمېر بزګرانو د باغ انار د نه خرڅېدو وروسته دانه کړي او له اوبه کېدو وروسته یې د انارو مربا ځیني جوړه کړې.
دغه مربا مخکي په کلیو کي ښځو په لږه اندازه جوړول.
د انارو مربا، چي په پاکستان کي مصنوعي او بې کیفیته جوړېږي، خو دا مربا له خالص انارو جوړه ده.


دمګړی په بازار کي د لبنیاتي مصنوعي 500 ګرامه مربا په 400 افغانۍ خرڅېږي، خو دا طبیعي جوړه سوې مربا په 250 افغانۍ ورکول کېږي.
دغه کوپراتیف مسول وايي، له یوه ټن انارو څخه یې 250 لېټره اوبه ایستلي او له خرابېدو څخه یې ژغورلي.
هغه وايي، که عصري وسایل ورته برابر سي، په نړیوال معیار برابر جوسونه او مرباوي جوړولای سي.
د خپل هېواد اقتصاد د خپلو توکو په رانیولو قوي کړئ!

راپور: صديق الله افغان