کور / تازه خبرونه / ولسمشر مشرف حيران دئ، چي څه وكړي؟

ولسمشر مشرف حيران دئ، چي څه وكړي؟


د پاكستان جمهور رئيس پروېز مشرف د خپلي استيضاح په اړه د پاكستان د دوو مشهورو حقوق پوهانو سره بېلابېلي ليدني وكړې.
له حقوق پوهانو پروفيسر شريف الدين او څارنوال ملك محمد قيوم سره ښاغلى مشرف د خپلي استيضاح پر قانوني اړخونو په تفصيل سره وږغېدئ، چي څنګه د حاكمو ګوندونو له خوا د استيضاح پرېكړه ليك ناكام كړي او له هغوى يې د داسي حقوقي دلايلو په اړه مشورې واخيستې چي د استيضاح پر وخت د پارلمان له خوا وړاندي كېدونكو تورونو ته قانوني ځواب ووايي.
په دې ليدنه كي د پاكستان د اساسي قانون پر ۵۸ – مه ماده باندي هم بحث وسو، چي له مخي يې ښاغلى مشرف د ايالتي او مركزي پارلمانونو د ړنګېدو واك لري.
پروېز مشرف تر دغي ليدني وروسته يو ځل بيا د خپلي استعفا په باب خپاره سوي خبرونه رد كړل او زياته يې كړه چي پارلمان ته به ځي او پر ده د لګېدونكو تورونو ته به ځوابونه وايي.
بلي خوا ته د مشرف د مخالفو ګوندونو مشران يو په بل پسې له نوموړي څخه پارلمان ته تر ورتګ دمخه لا د استعفا غوښتنه كوي. د حاكمو ګوندونو له خوا د پاكستان پر راتلونكي جمهور رئيس باندي هم خورا تاوده بحثونه روان دي، چي څوك له كوم ګوند څخه وټاكي. تر اوسه دې چوكۍ ته په كانديدانو كي د سردار عطاءالله مينګل، اسفنديار ولي خان او مولانا فضل الرحمان نومونه اخيستل كېږي، خو تېره ورځ د حاكمو ګوندنو له خوا په يوه خپاره سوي خبر كي ويل سوي وه چي له بلوچستان ايالت څخه يې يو مشهور سياستوال دې چوكۍ ته په نظر كي نيولى دئ، چي د كتونكو په وينا ښايي موخه يې سردار عطاءلله وي.