کور / تازه خبرونه / روسيې په ګرجستان كلسټر بمونه استعمال كړي دي

روسيې په ګرجستان كلسټر بمونه استعمال كړي دي


په نيويارك كي مېشت د بشري حقونو د څارني نړيوال سازمان په روسيې باندي تور ولګاوه چي په ګرجستان كي د روان يرغل پر مهال يې كلسټر بمونه استعمال كړي دي.
د بشري حقونو د څار له سازمان څخه په يوه خپره سوې اعلاميه كي راغلي چي روسي الوتكو د ګرجستان په دوو ښارونو رويسي او ګوري كي د دوو يرغلونو پر مهال كلسټر بمونه غورځولي چي له امله يې ۱۲ ګرجستانيان وژل سوي او په لسونو نور زخميان دي، خو د روسيې د دفاع وزارت دغه تور په كله ردوي.

.