کور / تازه خبرونه / روسيې د ګرجستان په اړه د امن تړون لاسليك كړ

روسيې د ګرجستان په اړه د امن تړون لاسليك كړ

د روسيې جمهور رئيس ديمتري ميديوف په ګرجستان كي د رواني جګړې اوربند لاسليك كړ، چي له امله يې د تبليس له شاوخوا څخه د روسي پوځونو پر شاكېدل پيل سوي دي.
روسي مطبوعاتو د جمهوري رياست د وياند نتالياتماكووا له خولې خبر وركړ چي جمهور رئيس د جګړې د خاتمې دپاره د فرانسې له خوا د امن پر تيار سوي تړون باندي لاسليك وكړ.
د روسيې د خارجه چارو وزير سرګي لاروف په ماسكو كي مطبوعاتو ته وويل له ګرجستان څخه د روسي پوځيانو بيرته وتل هلته د امنيت تر ټينګېدو دمخه امكان نه لري.
خارجه وزير زياته كړه چي ماسكو په اوسيشيا كي د خپلو پوځونو د ډېرېدو پرېكړه كړې او دا پرېكړه به د اوسيشيا عوام كوي چي د كوم هيواد پوځيان پكښي پاته سي او د كوم هغې ووزي.
بلي خواته د امريكا د بهرنيو چارو وزيره كانډوليزا رايس وايي د امن پر تړون د روسي ولسمشر له لاسليك وروسته دي روسي پوځيان ژر ترژره له ګرجستان څخه ووزي.