کور / سياسي / په ګرجستان کښي د امريکا د بهرني سياست ماته

په ګرجستان کښي د امريکا د بهرني سياست ماته

د ګارډين انګليسي ورځپاڼي  په خپلي تازه ګڼه کي ليکلي دي چي  په ګرجستان باندي د  روسيې د نظامي یرغل اثر په نړۍ وال ډګر کي د امريکا د جمهور رئيس جورج بوش د بهرني سیاست د ضعف رسوا کېدل وه .


ګارډين وائی چي په ګرجستان کي د جګړې خاتمه بې له شکه د ټولو د خوشحالۍ وړ وګرځېدله خاصتاً هغه کسان چي په هغه کي ګير راغلی وه او په تيره بيا امريکااو انګليس چي  د روسانو د پرمختګ په بندېدو کي يې بې لياقتي  و ټولي نړۍ ته څرګنده سوه .


ورځپاڼه زياتوي چي د روسيې او ګرجستان د جګړې تر ټولو منفي سبق دا وو چي دا لومړۍ نمونه وه چي د مينځني ختيځ د باندي لمس سوه او وه يې ښودله چي د بوش ورانوونکۍ خارجي سیاست څه رنګه امريکا او غرب ضعیفه کړل .


ددې رځپاڼي په عقيده د غرب د خطرناکي بېچارګۍ اصلي علت د بوش  د بهرني سیاست  په ستراتژیکی ناکامۍ کي پروت دی .  غرب لومړۍ د پوټين د شخصیت څخه ناسم برداشت درلود هغه يې منزوي کړ خو کله چي دهغه د واقعي ګواښو څخه  خبرسو نو هغه وخت ډېر ناوخته وو .


ددې نه علاوه  د بوش دولت پر عراق باندي حملې  د غرب په اتحاد کي درز  را ووست ، نړۍ وال سازمانونه يې ضعیفه  کړل او امريکائي سر تيري يې  و داسي يوې خونینه  کندې ته ور ټېل وهل چي د بدي ورځي په مقابل کي يې دغرب آن ور وکيښ . همدارنګه ګوانتانامو او ابو غریب و نړۍ واله معیارو ته  احترام پر مځکه و واهه ، او پر نړۍ باندي يې د امريکا و رهبرۍ ته ضرر و رساوه. ! دا په داسي حال کي دی چي پر عراق باندي د امريکا د حملې نه تر ټولو زياته ګټه ايران يو وړه او دا په دې خاطر  وه چي په عراق، لبنان او فلسطين کي د ځينو ډلو څخه د هغوی ملاتړ ايران  په دې و تواناوه  چي خپل قدرت  په ټول مينځني ختيځ کي و غزوي .


ورځپاڼه زياتوي چي د امريکا و مخي ته پراته چالشونه، دايران لاسته راوړني او د اسرائيلو وېره دا ټوله ددې باعث شوه چي روسيه د هري ورځي په تېرېدو سره لا نور هم نفوذ پيدا کړي . روسيه نن قدرتمنده سوېده او نور هغه ضعیفه او مخ پر زوال ځبر ځواک ندی چي د شوروي اتحاد د پاشل کېدونه ورسته به يادېدله . روسيه اوس غواړي  په نړۍ کي خپل د قدرت  پخوانی مکان بيرته لاسته را وړي .