کور / #PTM / په جرمني کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرتابه غونډه جوړه شوه

په جرمني کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرتابه غونډه جوړه شوه

د جرمني پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه ناست او د صوبایې کمېټو د ګډې غونډې پروټوکول
د ناستي پټه : د جرمني فرانکفورت ښار
نېټه: 09.11.2019
د غونډې ګډونوال: د اروپا پښتون ژغورنې غورځنګ مشره او د اروپایې هیوادونو کوردیناتوره میرمن روح ګل بې بې، د جرمني د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر صفدر خان، انجینر ظریف، مموزی، قاري عیسی محمدي، عبدالله تکل، سلطاني صیب، عبدرالزاق خان، داود جان، نوابې صیب، افریدي صیب، نصیر ستوری، خالد خان، رامنات سینګ، ګل سواتی، فیض محمد، د‌اکټر لونګ یوسفزی، عبدالقهار همت، محینوالدین صافي، مزمل صالح، حبیب الله حیدري، صافی صیب، خوشال انځور او سراج الحق ببرک زی ځدراڼ.
د جرمني پښتون ژغورنې غورځنګ درنه ناسته د یوې ټکل شوي اجنډا له مخي پیل شوه.
د غوندې مشر ښاغلی صفدرخان وټاکل شو، د غوندي پروتوکول لیکونکی سراج الحق ببرک زی وټاکل شو، د غوندې د وخت کنټرولر مموزی صیب وټاکل شو.
• غونده د قاری صیب عیسی محمدي لخوا د قرانکریم په څو مبارکو ایاتو په تلاوت سره پیل شوه.
• د جرمني پې ټې ایم مشر ښاغلی صفدرخان د پښتون ژغورنې غورځنګ د سمبالښت چارې، انسجام او نظم په اړه هراړخیزه خبرې وکړې او هغه وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو افغانانو یو ګډ ولسي غورځنګ دی. په دې غورځنګ کې زموږ د ټولنې ټول سیاسي، مدنې او ټولنیز اړخونه شامل دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ دنده دا ده، څو د ټولو اړخونو سیاسی کړیو او ولسي پرګنو ترمنځ یوه همږغي او پیوستون رامنځ ته کړي. همداراز په جرمني او اروپا کې د ټولو افغانانو پښتنو ترمنځ د ورورګلوی او یووالې په راوستلو کې مهم ګامونه اخیستلي دي.
• میرمن روح ګل بې بې په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ کلني راپور وړاندې کړو. د جرمني پې ټې ایم د فعالیتونو، سیمینارونو، غوندو، لاریونو او احتجاجونو په اړه په بشپړه توګه یو راپو ولوستلو. همدارانګه د جرمي پې ټې ایم د ستونزو، کمزورتیاوې او کمښتونو په اړه مفصل راپور وړاندې کړو. د افغانې ښځو د نشتون او نه ګډون لاملونه یې په ګوته کړو او په اړه مفصلې او معقولې خبرې وکړي. د جرمني پې ټې ایم د اطلاعاتې څانګې د کمزورتیاوې او نا همغږیو په اړه خبرې وکړې.

• د پې ټې ایم د مالي برخې مسوول انجینر صیب ظریف د مالي برخې راپور ورکولو په برخه کې د پیسو لګولو او مصرفکولو او بې ځایه کیدو په اړه مفصل خبرې وکړې. د هرې روپې په اړه سپینې سپینې خبرې وکړې. د مالي مهمې څانګې د اجراعاتو په اړه د غورځنګ ټول غړې خبر کړل شول.
• د اطلاعاتو برخې مسوول د ناروغي له کبله ونشو کولې چې په ناسته کې برخه واخلې، هغه مخکې له مخکې په دې اړه خپله بښنه وړاندې کړی وه.
• ښاغلی مموزی د مونشین ښار د پې ټې ایم کمیتي مفصل راپور وړاندې کړو.
له دې ټولو راپورونو او مالوماتو وړاندې کولو ورسته د ناستي هر ګډونوال ته د دریو نه تر پیځه دقیقو پورې وخت ورکړل شو، څو دوی خپلې غوښتنې، رغنده نیوکې او وړاندیزونه د جرمني پښتون ژغورنې غورځنګ د لا پیاوړتیا، بریالیتوب، فعالیت، منظم کیدلو، فعال کیدلو او تنظیم په اړه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې دلته د ټولو ژمنو ملګرو خبرې اترې او اندونه په لنډه او مختصر ډول او د دوی د ځانګړې مهمو ټکو غوړچاند وړاندې کیږی.
• قاري صیب عیسی محمدي خپل وړانډیز داسي بیان کړو، د تیرو ناخوالو، چنجالونو، ستونزو او ناهمغږې ته په کتور سره هغه دا وړانډیز وکړو او وویل، باید تیر په تیر او تیر په هیر وګڼل شي، موږ باید یو بل ته په دې حساس وخت کې د پښتونوالۍ د دود دستور د چوکاټ په دننه کې یو بل ته د ورورګلوي غږ ورکړو، څو په یوه نوې تګلاره باندې ټول راټول شو، خپل عملي کار پیل کړو او خپل مسوولیت ادا کړو. هغه دا هم زیاته کړه، د غورځنګ هر ژمن غړی باید له ځانه دا پوښتنه وکړي، چې دی دې غورځنګ ته څه کولې شم ؟ . د غورځنګ د راتلونکي په اړه څه فکر لري او څه باید وکړو؟. په دې ترڅ کې د یو بانکی حساب وړانډیز هم وکړو.
• د عبدالقهار همت وړانډیز دا وه، چې د جرمني پې ټې ایم کور کمېټه کې باید نوی ټولتاکنې ترسره شي.
• عبدالله خان تکل ژمنه وکړه، دی د خپلو رسنیزو نوښتونو او بیسارې هڅو په ترڅ کې دی په دې لندو شپو ورځو کې د خپل ښونیز یوټوب کانل له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د راپورته کیدلو انګیزې، موخې، نړیوال شهرت او په لر او بر پښتنو کې د پې ټې ایم محبوبیت په اړه ویډیو خپره کړې او په دې لوی ولسي پښتني غورځنګ باندې د لر او بر افغان ولس باورمنتوب په اړه انځوریزه رپوټ وړاندې کړې او همداراز د مشر منظور احمد پښین بیوګرافي یا ژوند لیک خپرولو هوډ هم څرګند کړو.
• د سلطانی صیب وړانډیز دا وه، چې د نویو ځوانانو د جلب جذب لپاره یوه پته او یو لیسټ باید شتون ولري او دغه نوې جذب شوي ځوانان چا ته وروپیژندل شي ؟
• عبدرالزاق صیب وړانډیز داسي وه، چې د غورځنګ د ملګرو څخه د حق العضویت ترلاسه کولو لپاره یو بانکي حساب رامنځ ته کړل شي‌.
• داود خان وړاندیزوکړو، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه مسوولیت باید داسي یوه پوه سړی ته وسپارل شي، چې دې نه یوازې افغانیت او اسلامیت ته ژمن وي بلکې دی د جرمني هیواد په مدنې او جزایې قوانینو باندې ښه بلد وي او د اروپایې هیوادونو په نازکو دیپلوماتیکو اصولو باندې ښه پوه وي. څو په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څخه د جرمنیانو ملا تړ ترلاسه کړي او د افغان ملت غږ، سیاسي روا غوښتنې او مدنې حقوق په نړیوال ستیج کې نړیوالو ته د دوی په ژبه په ولسواکه توګه ور ورسوي.
• خوشال انځور وړانډیز داسي وه، چې ټاکنې نیټه باید وټاکل شي او د ټاکنو ترسره کولو لپاره یوه مسووله کمیټه یا د ټاکنو کمیسیون وټاکل شي.
• صافی صیب په خپل وړاندیز کې داسی وویل، د پې ټې ایم په مشرتابه باندې رغنده نیوکې، د هغه تیروتنې او کمښتونه باید په ازاده توګه په ګوټه کړل شي.
• نوابي صیب وړانډیز وکړو، چې د پښتون افغان ولس د مظلومیت لامولونه باید وڅېړل شي، زموږ تاریخي ویاړونه او مذهبې لیکنې بیرته په پښتنه ټولنه کې راژوندئ کړل شي. زموږ افغاني لرغونې کولتور د ایرانیانو او پنجابیانو له لوري یرغمل کړل شوي دی. موږ باید د خپل افغانی کولتور د ارزښتونو ساتنه وکړو او هغې ته وده ورکړو، څو خپل مسوولیت پر ځای کړي وي.
• افریدي صیب وړانډیر هم د پې ټې ایم د مشرتابه د نوی ټاکنې نېټې په اړه وه.
• نصیر ستوري وړانډیز د راتلونکې ټاکنو د وټ یا راې ورکولو د طرزالعمل او څرنګوالي په اړه و. هغه وویل چې ټاکنې د جرمني د کور کمېټې تر نظارت لاندې تر سره شي. هغه وویل، چې خپله صفدر خان هم کولي شي بیا ځلې د پې ټې ایم مشرتابه ته ځان نوماند کړی یا بل چا ته وټ ورکړي ‌یا نور کسان کولې شي ځانونه مشرتابه ته نوماند کړي‌.
• ډاکتر صیب وړانډیر د ټاکنې د ستونزو په اړه وه،. هغه وویل چې د سمې او رڼې ټاکنو لپاره باید یو پلاوې وټاکل شي او دا ټولټاکنې باید د جرمني په کچه عمومي اعلان شي، څو ټول افغانان وشي کولې په ټاکنو کې برخه واخلي، له دې سره به د ځان غوښتنې ستونزه هم حل شي‌.
• په پای کې ښاغلی خالد صیب وړانډیزو کړو او پوښتنه یې وکړه، چې تکرارې خبرې او بې ځایه تبصرې باید نور بندي شي، عملي چارې باید تر سره شي، د ښه اورګانېزیشن او تنظیمي چارو پر ستونزې باندې باید کار پیل شي. د جرمني پې ټې ایم د لا بریالیتوب لپاره باید کار د کار سړی ته یا کار اهل کار ته وسپارل شي‌.
• د افغانانو ترمنخ ملي روحیه ډیره کمزوري ده، دا روحیه باید په ټولو افغانانو کې پیاوړي شي. هغه وویل چې موږ مجبور نه یو په هره غونډه او یا ناسته کې د خوراک څښاک او د ډوډۍ بندوبست وکړو، د ټنګ ټګور پروګرامونه جوړ کړو، له دې لارې ځوانانو ته ارزښت نه ورکول کیږي. کله چې موږ راټولیږو. موږ د یو ملي احساس، د ولسي مسوولیت او عالي موخې لپاره راتولیږو. هغه دا هم وویل چې د جرمني په ټولو سترو ښارونو کې باید صوبایې کمیټې جوړې کړل شي یا را منځته شي.
• د رامنات صیب وړانډیز تر ټولو غوړه او مهم و، هغه وویل چې موږ باید په خپلو ویناو او خبرو اترو کې تل د افغان ټکی وکارو، ځکه دا نوم پر نړیوال کچ یو پیژندل شوي نوم دی. هغه زیاته کړه، باید پوهو ځوانانو ته موقع کړل شي او دوی باید رامخ ته کړل شي، څو دا ملي غورځنګ د اوسنیو ضروریاتو په بنسټ لاښه بریالی وچلیږي او فعالیت وشي کړي.
• د ناستي په پاې کې
د اوږدو او تاوده جرو بحثونو او خبرواترو ورسته د غوندې ټولو برخوال په یوه خوله دې پاېلې ته سره ورسیدل، چې نوې ټاکنې به د راتلونکی نوی کال په لومړۍ ورځ یا د عیسوی ۲۰۲۰کال د مارچ په ۲۱ مه نېټه د جرمنې کور کمېټې ترنظارت لاندې ترسره کیږی. د نوې ټاکنو تر سره کولو لپاره یوه پینځه کسیزه کمېټه وټاکل شوه. د ټاکنو لپاره دا ټاکلي ډله باید سمدستي د پښتون ژغورنې غورځنګ د اصولو مطابق خپل کار پیل وکړې او همدا جوړه شوي کمېټه د ټاکنې نیټې، د ټاکنې ښارو او د ټاکنې ځاې پریکړه به اعلانوي. څو نور هیڅوک د ځان لپاره نمبرې جوړې نه کړی او ورسره د ځانځانې مخه ونیول شي، که څوک داسي یو منفي عمل ترسره کوي، هغه به ټولو ته ورپیژندل کیږي. د ټاکلې پینځه کسیزې کمېټې غړي نومونه
1. قاری عیسي محمدي
2. خوشال انځور
3. نصیر ستوری
4. فیض محمد کرلانی
5. سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

زما په اند د جرمني پې ټې ایم ناسته د اجندا مطابق بریالي ترسره شوه. څنګه چې موږ ټولو ته پته وه، د ځینو ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه ترمنځ د ناسم پوهاوې له کبله ځینې ستونزې شتون درلودې، په دې ناسته کې ملګرو په ولسواکه فضا کې د یو بل نظرونه په ورین تندی واریدل او په اړه یې په ناسته کې هر اړخیز ازاد بحثونه وشول، په پای کې ناراضه ملګري بیرته سره پخلا کړل شول.
د فرانکفورت مسوول ملګرو یا د غوندې تنظیم کوونکو د غوندې د ناڅاپې ځاې بدلیدو له امله بښنه وغوښته. غونده د یوې ماښمۍ د خوړلو ورسته پای ته ورسیده او د ناستې ټول ګډونوال خپلو ښارونو ته بیرته روان شول.
پای
بریمن ، نيټه ۲۰۱۹.۱۱.۱۷
2