کور / راپور / لوګر کي امريکايي چورلکه را لوېدلې ده

لوګر کي امريکايي چورلکه را لوېدلې ده

تېره شپه د لوګر په نرخ ولسوالۍ کي د امريکايي ځواکونو يوه چورلکه رالوېدلې ده چي د مرګژوبلي په هکله يې ضد او نقيض راپورونه ورکول سوي دي.

طالبانو ويلي، چي چورلکه ددوی لخوا ويشتل سوې او پکي سپاره ۵۴ سرتېري وژل سوي دي.

طالبانو په يوه خبرپاڼه کي ویلي، چي دغه شينوک چورلکه لوګر ولايت ته د چاپې لپاره تللې وه چي ددوی لخوا وويشتل سوه.

په خبرپاڼه کي ويل سوي: “په لوګر کې د چاپې په مهال یوه امریکايي شینوک هلیکوپتره رانسکوره، ۵۴ تنه اشغالګر او داخلي عسکر په کې ووژل شول”.

خو په افغانستان کي بهرني ځواکونه وايي، چي په دې پېښه کي دوه امريکايي سرتېري وژل سوي او الوتکه ويجاړه سوې ده.