کور / راپور / په کاناډا کي د (پاچاخان نايټ) لمانځغونډه جوړه سوه

په کاناډا کي د (پاچاخان نايټ) لمانځغونډه جوړه سوه

 

د کاناډا په کلګري ښار کي د پښتون ملتپال او ستر مبارز باچاخان په وياړ لمانځغونډه جوړه سوه.

په دغه غونډه کي چي د (باچاخان نايټ) نوم ورکول سوی وو، ګڼ شمېر پښتنو پکي ګډون کړی وو.

غونډې ته په وینا کي د عوامي نیشنل ګوند د کاناډاڅانګې مشر شیر اکبر خان اوویل دا وخت چي په نړۍ کي د پښتنو څومره قامي ګوندونه دي د دې ټولو بنياد د باچا خان تر تحریکه رسي. هغه اوویل د باچا خان په خپله قامي خبره پوه کړي دي.

غونډې ته د ای این پي کاناډاستر سیکتر اشتر خان او د پښتون کونسل کاناډاغړي عمیرخان او ممتاز خان هم وینا ګانې وکړې.

اشتر خان اوویل په پاکستان کي د پښتنو سره د میرې مور سلوک کیږي. د هغه په خیال په پنجاب کي د هند اولس ته د کرتارپور لاره ویړیا پرانستل سوه خو د تورخم او چمن پر پوله خنډان لګول کیږي.

نورو وینا والو اوویل د پاکستان د اوسني دور پښتانه د خپل تاريخ، ژبې، خاورې او وسايلو نه ناخبره ځکه دي چي دهیواد په نصاب کي ورته دغه خبرې نه ښودل کیږي.

په اروپايي او امريکايي هيوادونو کي افغان پښتانه مبارزین کله کله د پښتنو د راټولېدو، خپل کلتور د راژوندي کولو او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په هکله غونډي او سمينارونه جوړوي، چي پکي افغان سياستوال، فرهګنپالان او ملتپال قومي مشران ګډون کوي.