کور / رسنۍ / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / اوومه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / اوومه برخه

 

ليکنه: عبدالنافع همت

۱: تصميم نيول که پرېکړه کول؟
دا جمله يو خو ولسي ريښه نه لري او بل له فارسي ژبي څخه ټکي په ټکي ترجمه شوې ده. زه په دې جمله کي دې ټکي ته ګوته نه نيسم چي ولي عربي کلمه پکښي استعمال شوې او يا ولي له فارسي څخه راترجمه شوې ده، د دې جملې يوه نيمګړتيا دا ده چي ولسي ريښه نه لري، ياني عامه نه ده او بل عيب يې دا دی چي د فارسي ګرامر په رڼا کي ليکل شوې ده. خلک وايي چي (( پرېکړه مو وکړه، فيصله مو وکړه)).

۲: احمد په روغتون کي بستر او که بستري شو؟
احمد او بستر دواړه نومونه دي. د پورتنۍ جملې په لوستلو او اورېدلو سړي ته پوښته پيدا شي چي ايا احمد په بستر بدل شوی دی؟ واقعيت دا دی چي احمد د ناروغۍ له امله روغتون ته ورغلی او هلته يې علاج يا درملنه پيل شوې ده چي دا مرحله يا پړاو اسم نه، بلکي فعل دی. دا چي ناروغ د درملني په بهير کي معمولا په بستر کي پروت وي، نو بستر ته منسوب بلل کېږي او د نوم په اخير کي نسبتي (ي) ورزياتېږي او په دې ډول ويلای شو چي (( احمد په روغتون کي بستري شو)).

۳: اتيايمه لسيزه، اتمه لسيزه او که اتيايم کلونه؟
ټول پوهېږو چي يوه پېړۍ سل کاله ده يا په بل عبارت لس لسيزي يوه پېړۍ کېږي. کله چي په يوه ټاکلې پېړۍ کي د يوې لسيزي پېښي څېړو، نو وايو چي (( په کابل کي د داوومي لسيمي لسيزي تنظيمي جګړو زرګونه ملکي افغانان ووژل )). خو ځيني ميرزايي خبريالان او ليکوالان د اتمي لسيزي پر ځای اتيايمه لسيزه وايي چي دا جمله د مانا له پلوه نېمګړې خو څه چي بيخي ناسمه مانا ورکوي. اتيا لسيزي اته سوه کاله کېږي چي دا خورا لوی زماني واټن او ستره تېروتنه ده. له بلي خوا که تر يوې پېړۍ ها خوا پېښي څېړو، نو ويلای شو چي شلمه پېړۍ، نولسمه پېړۍ، اتلسمه پېړۍ، منځنۍ پېړۍ، خو که په يوه پېړۍ کي يوه لسيزه يادوو، نو څو ويلای شو چي د شلمي پېړۍ لومړۍ لسيزه، دوهمه لسيزه، دريمه لسيزه…

۴: محکمه کېدل که محاکمه کېدل؟
له دوو دريو نړيوالو راډيوګانو مي په وار وار اورېدلي چي د محاکمې پر ځای محکمه وايي. محکمه په عربي ژبه کي د حکم کولو ځای ته وايي او زموږ په اصطلاح د عدلي او قضايي ادارې نوم دی، خو محاکمه فعل دی، ياني کله چي د محکمې قاضي تورن کس مجرم وګڼي او سزا ورته وټاکي، نو دې فعل يا دې پړاو ته محاکمه ويل کېږي.

۵: اړيکي نيول، تماس ګرفتن.
(اړيکه) مفرد او جمع يې (اړيکي) دي. په کندهارۍ لهجه کي پخوا (اړيکه) (اړېکی) ويل کېده چي د جنسي رابطې يا يارانې مانا يې درلوده او اوس يې هم ځيني زاړه خلک وايي، خو اوس يې عام خلک په مثبته مانا هم کاروي او د هر ډول رابطې په مانا کارول کېږي. له دې يادوني څخه مي هدف دا دی چي هر ډول اړيکه يا رابطه خپل ځانګړی نوم لري، مثلا له يو چا سره مخامخ خبري کول، ټيليفوني خبري کول، ليکونه يا ايميلونه ور استول، د يو چا په لاس احوال يا پېغام وراستول، له يو چا سره يارانه درلودل، جنسي اړيکي درلودل او داسي نور د اړيکو نومونه او څرنګوالی دی. که د دوو خواوو پر عمومي روابطو خبري کوو، نو سمه ده چي اړيکي ووايو، مثلا ويلای شو چي (( هند او افغانستان له شپېتو کالو راهسي تر خپل منځ دوستانه اړيکي لري)) خو که د اړیکي وسيله او کيفيت څرګند وي بيا سمه نه ده چي ووايو تماس يې ونيو او يا يې اړيکه ونيوله. مثلا که افغان ولسمشر اشرف اشرف غني نن سهار د پاکستان له صدراعظم نوازشريف سره د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم په اړه ټيليفوني خبري کړي وي، په دې صورت کي د اړيکي وسيله او کيفیت په بشپړه توګه روښانه دی، موږ ويلای شو ووايو چي (( افغان ولسشمر نن سهار د پاکستان له صدر اعظم نواز شريف سره د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم په اړه خبري وکړې)).