کور / راپور / هند وايي، په کشمير کي حالات عادي سوي دي

هند وايي، په کشمير کي حالات عادي سوي دي

د هند د کورنيو چارو وزير امت شاه وايي چي په کشمير کي حالات عادي سوي او خلګ خپل ورځنی ژوند په عادي توګه مخ ته وړي.

امت شاه تېره ورځ پارلمان ته وويل، چي په کشمير کي اوس روغتونونه، ښوونځي او بازارونه خلاص دي، هلته د درملو کمی نسته او د خلګو ورځنی ژوند په عادي توګه مخ ته روان دی.

خو په پارلمان کي مخالف ګوند پر حکومت نيوکي وکړې چي ولي يې د اګسټ مياشتي راهيسي چي د کشمير خپلواک حيثيت ختم سو، هلته ګڼ سياستوال نيول سوي دي او ګرځبنديز لګول سوی دی.

د دغه نيوکو په غبرګون کي د کورنيو چارو وزير وويل، چي اوس په سيمه کي امنيت خوندي دی او هلته کومه ستونزه نسته.

هند د روان کال په اګسټ مياشت کي د کشمير خپلواک حيثيت ختم کړ او هلته يې پر رسنيو، انټرنيټ او سياسي فعاليتونو بنديز ولګوی.