کور / ترخې خبري / افغان سوله، او د طالبانو په سر د امريكا امتيازات!

افغان سوله، او د طالبانو په سر د امريكا امتيازات!

ليکوال:  ح، حقوېش

که د طالبانو خلاصول وي، او که د امريكايانو خلاصولو وي دا دواړه د امريکا په ګټه دي او امريكا دا کار د خپلو ګټو لپاره کوي، څو په افغان جنګ کي ډير امتيازات واخلي او تر اوږدې مودې د افغانانو په سر لوبې وکړي. دوى هر وخت هغه کسان د قانون له منګولو ژغوري کومو چي زيات جرمونه کړي وي او د افغانانو په وينو يې لاسونه سره وي. امريكايانو څه موده وړاندي ملا برادر هم له دې امله له بنده خوشي کړ چي په افغان سوله کي به رول ولوبوي، خو هغه د امريكايانو او خپلو لږو امتيازاتو لپاره ټول افغانان کلونه کلونه د امريکا لپاره غلامان جوړول چي بيا به د افغانانو اقتصاد، خارجه پاليسي، بهرنۍ پاليسي، ددوى موقعيت، دولت جوړونه او نور ډير څه به د امريكايانو په خوښه ترسره کېدل. او د څلورو لسيزو راپدېخوا د امريكا شتون دلته د همدې په خاطر دى، چي دوى په افغان ولس ډيره موده او يوه وږده واکمني وکړي.
که د طالبانو او د امريکا د سولي خبرو ته وګورو چي د خليلزاد په مشري يې سره مخته وړلې. هغه مهال د طالبانو دريځ دومره سخت وو، چي د 2019ز کال د جنوري میاشت کي د څلورم پړاو خبرې چي په قطر دوحه کي وشوې. د کتنو دا لړۍ د لنډ وخت لپاره د بې ‌باوريو ښکار شوه او ددغو خبرو اترو د دوام په اړه يې اندېښنې پيدا کړې. طالبانو له درېيمې غونډې کابو يوه مياشت وروسته په يوه اعلاميه کي  امریکایي لوری تورن کړ چي په افغانستان کي سولې راتلو ته ژمن نه دي دوی د سولې تر نامه لاندې خپلې کومې موخې چي لري هغه تعقیبوي. ددغې اعلاميې په يوه برخه کي راغلي وو: “په افغانستان کي د اشغال مسئله زموږ د خپلواکي غوښتونکي مسلمان ملت مسئله ده، څرنګه او چېرې یې چي حل کول غواړو، دا زموږ حق دی… دا مسئله د چا په فشار او تاکتیکي برخوردونو نه حل کیږي او نه هم دا د منلو وړ دي”.  په خبرو اترو کي دا بې‌باوري هغه وخت راپورته شوې چي کله امریکایانو غوښتل چي دا ځل له طالبانو سره په سعودي عربستان کي وګوري خو د طالبانو د سیاسي دفتر نه غوښتل چي له امریکایانو سره په سعودي عربستان کي وګوري نو له همدې امله خبرې وځنډېدې خو له ځنډ وروسته بیا ځل په قطر کي پیل شوې. تر دې مهال د طالبانو هره خبره له امريكايانو سره د يو څه په بدل کي وه، خو کله چي د امريكا او د خليلزاد په غوښتنه د طالبانو مهم غړى او د طالبانو د تحريک مرستيال ملا عبدالغني برادر د 2018ز کال د اکتوبر په 24مه د چهارشنبې په ورځ د خليلزاد په غوښتنه له 9 کاله بند تېرولو وروسته په اسلام آباد کي له زندانه ازاد کړل شو. او د 2019ز کال د جنوري په 24مه نېټه په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر مشر وټاکل شو. او د 2019ز کال د فبروري پر 25مه يې د قطر په دوحه کي د امريكا او د طالبانو ترمنځ په پنځم پړاو خبرو کي ګډون وکړ. ددې پړاو خبرې 16 ورځو ته وغځېدې. د دغه پړاو د خبرو اترو اجنډا بيا هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او امريکايانو ته په راتلونکي کي له افغانستانه د ګواښ نه متوجه کېدو په تړاو د ډاډ ورکولو قضيې وې. که څه هم، د ځينو راپورونو له مخې په دې پړاو خبرو اترو کي د دغو دوو موضوعاتو ترڅنګ پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې، خو طالبانو بيا هم په خپله اعلاميه کي رد کړې وه، چي ګواکې دوی دي په نورو موضوعاتو هم خبرې کړې وې. په دې پړاو خبرو کي چي ډېرې اوږدې شوې یو خو په دې ناسته کي د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر شتون وو او په اساسي موضوعاتو باندې د عملي خبرو پیل وو او په دې ناسته کي د تېرو نورو ناستو په پرتله ډيري د پرمختګ خبرې شوې وې. همدا ډول په نورو غونډو کي هم د پرمختګ خبري ورکړل شوې، نهم پړاو خبرې د 2019ز کال د اګست په 22مه پیل شوې او د سپټمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کي امریکایانو او طالبانو په اصولو کي یوې خپلمنځي هوکړې ته سره رسېدلي وو. زلمي خلیلزاد وویل که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کي مېشت امریکایي پوځیان به د 135 ورځو په ترڅ کي له 5 پوځي اډو ووځي. کله چي د نهم پړاو خبرو په پایله کي طالبان او امریکایي لوری توافق ته سره ورسېدل پلان دا وو، چي لاسلیک به د امریکا له لوري د بهرنیو چارو وزیر کوي او ددې توافق د پلي کېدو ضمانت به چین، روسیه او ځیني نور قوي هېوادونه کوي او په دې سره دواړه لوري توافق ته سره رسېدلي وو، خو ټرمپ غوښتل چي لاسلیک په امریکا کي په کمپ ډېوېډ کي چي هلته به افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړي برخه ولري دا توافق به کیږي. له دې خبرو وروسته خليلزاد افغانستان ته راوګرځيد څو د هوکړه ليک په اړه افغان چارواکي خبر کړي. کله چي يې له ولسمشر سره د هوکړي زباني متن شريک کړ، د ځينو ناسمو شرطونو يا په افغانانو د تپل شويو شرطونو په وړاندي ارګ غبرګون وښود، له څو ورځو وروسته امريکايانو دا خبري لغوه کړې.
دلته خبره د ملا برادر د خلاصېدو ده، چي امريکايانو د خپلو امتيازاتو لپاره خوشي کړ او د قطر د دفتر مشري يې ورکړه چي په پټه له امريکا سره ډير څه ومني، او د
هغو منل شويو خبرو په بدل کي امريكا هم مجبوره وه چي دوى ته په افغان دولت ډير څه ومني، او بل په دې اساس وخت کي د طالبانو بريدونه او د امريکا بمبارۍ په ولسي خلکو د همدې شاهدي ورکوي چي دوى په ګډه خپل امتيازات لرل او د جنګ شديد کول يې په افغان دولت پيشار وو. ددې تپل شوې هوکړي په هکله ولسمشر غبرګون وښود او ټرمپ مجبوره شو، چي د يوه امريکايي وژل يې بهانه کړل او خبري يې لغوه کړې.
اوس د د درې طالب مشرانو او د امريكايي پوهنتون د استادانو خلاصېدل هم داسې يو پلان دى، لومړى خو زه هيڅ وخت دا فکر نه کوم چي طالبانو دي د امريكايي پوهنتون امريکن استادان له ځان سره وړي وي او د بند په خاطر دې له ځان سره ساتلي وي. دا استادان د امريکا له لوري طالبانو ته ورکړل شوي دي، څو دوى له نوې ټيکنالوجي سره بلد کړي او د طالب مشرانو ته مشورې ورکړي. نوره د هغوى دنده سر ته رسېدلې وه نو امريكا د هغوى د کور لېږلو لپاره پلان نيولى چي هم دوى ته د لېږلو لاره برابره او هم ځيني طالبان خلاص کړي چي يوځل بيا يې د خپلو امتيازاتو لپاره د سولي په راروانو خبرو کي وکاروي.