کور / راپور / مالک بلوڅ: د رياست لخوا د پښتنو او بلوڅانو لادرکه کېدل اوس يو معمول کرځېدلی دی

مالک بلوڅ: د رياست لخوا د پښتنو او بلوڅانو لادرکه کېدل اوس يو معمول کرځېدلی دی

د نيشنل ګوند مرکزي مشر او دبلوچستان پخوانی وزير ډاکټر مالک بلوچ وايي، چي د پاکستاني ادارو لخوا د پښتنو او بلوڅانو لادرکه کول اوس يو معمول او قانون ګرځېدلی دی.

مالک بلوڅ وايي، چي پاکستانی رياست د پښتنو او بلوڅو په لادرکه کولو او وژلو سره ټول انساني ارزښتونه ترپښو لاندي کړي او رياستي ادارې هيڅ قانون ته احترام نه لري.

نوموړي دا څرګندوني په خيبر پښتنو خوا کي د نيشنل ګوند د يو مشر ادريس خټک د لادرکه کېدو په هکله کړې دي.

 مشر ادريس خټک د نومبر پر ۱۳ نېټه  هغه وخت وتښتول سو چي له اکوړه خټکه صوابۍ ته پر لار وو.

د ښاغلي خټک موټرچلونکی وايي، چي د صوابۍ پر انټرچينج باندي ورته څلور وسلوال کسان ولاړ وه، کله دچي ددوی موټر هلته ورسېدی هغوی ورباندي حمله وکړه او ادريس خټک يې د ځان سره يووړی.

د پاکستان د سنا غړی او د نيشنل ګوند يو مشر ميرحاصل خان بزينجو وايي، چي ادريس خټک د پاکستان استخباراتي ادارو بېولی دی .

هغه ويلي، چي ډېر شک مو پر همدغه ادارو دی، ځکه دغه ادارو په زرګونه کسان لادرکه کړي دي او پرته له عدالت څخه يې په زندانونو کي اچولي دي.

ښاغلی بزينجو وايي: “موږ ايف آي آر هم کوو او عدالت ته هم ځو. دلته اکثره وخت داسې کيږي چي جاسوسي ادارې خلک ونيسي. موږ ته اوس دا نه معلومېږي چي ادريس خټک داسې څه کړي وو چي داسې دې وتښتول سي. هغه زموږ يو سياسي فعال وو. چارواکي موږ ته هيڅ نه وايي. جاسوسي ادارې ډېر ځلې خلک نیسي. ځيني بېرته پرېږدي او ځيني د ځان سره وساتي. زموږ شک پر همدوی دی.”