کور / سياسي / د جګړې په وړاندې مبارزه  

د جګړې په وړاندې مبارزه  

ليکنه:اېمل افغان

له ډېرو کلونو راهيسې افغان ولس کوښښ کوي  له روانې جګړې څخه په خپله خاوره او کورنۍ کې ځان خلاص کړي ، غواړي خپل کار او روان سياستونه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزي ولې جګړه او جګړه مارې ډلې د دې چانس په لاس  نه ورکوي چې دغه پرمختګ دې په ښه توګه مخ په وړاندې لاړ شي ځکه چې د دې برياليتوب په رامنځ ته کولو سره بيا څرګنده خبره ده د دې خلکو ګټې له خطر سره مخ کېږي نو همدغه علت دی چې په ملک کې سياسي چارواکو اور بل کړی او خپلې ګټې په نتيجه کې خوندي کړې دي.

له کوم وخت څخه چې افغان ولس په جګړه کې ښکېل پاتې شوی برياليتوبونه هم ورسره وروسته پاتې شوي، دوی ته هم په کارده  په خپله په خپلو کارونو او روزګار پسې ملا کلکه و تړي، په ژوندې مبارزه لاس پورې کړي او پرې نږدي دغه ولس نور د پرديو د ګوليو ښکار شي په هر قيمت چې کېږي بايد د ملت  مشران د قوم د خدمت کولو لپاره ملا و تړي تر کله به د جګړې او ناخوالو اور دلته بل وي، بې ځايه به په کې سوزو، وژل کېږو او د پرديو د انتحاري حملو هدف به ګرځو لنډه دا چې له دې ناوړه حالت څخه نور بايد را و وځو.

دا به هغه پياوړې او کاميابه لاس ته راوړنه وي چې هم به مو ورسره اقتصادي مبارزه کړې وي، فرهنګي جګړې به ورسره ختمې شوې وي سياستونه به مو په خپل لاس کې وي ښوونه او روزنه به مو د نړيوالو له معيار سره برابره وي که په رښتيا سره څوک په دې خاوره او دې ملت نور زړه خوږ کړي نو موږ به د نړۍ يو ډېر بريالی ملت و ګڼل شو او په دې سره صلاح  او مشوره شو او دا خبره يوځل بيا د  هېوادوالو غوږ ته په زغرده و رسو چې په جګړه کې زموږ خير نه شته بې له دې چې و وژل شو، تاواني شو، بې زده کړې پاتې شو بله بريا فکر نه کوم چې موږ دې په کې ترلاسه کړو.

 همدارنګه څلوېښت کلنې جګړه ايزې سياسي مبارزې ته بايد نور د پای ټکی کېدو چې موږ وکړه، ملت مو له ځان څخه خفه کړ، په وينو مو و لمبولو، په ننني حالت کې ملت له دومره اقتصادي، سياسي او فرهنګي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې هېڅ د پوښتنې ځای په کې نه شته د هر سفارت په دروازه کې چې  ګورو ځوانان ولاړ دي او پاسپورټونه يې په خپلو لاسونو کې نيولي چې ويزې واخلي او بهر ته د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره لاړ شي دا ولې؟ خو موږ يې نن ټوله پړه د افغانستان په لوړ پوړو چارواکو اچوو هغه چې په حکومت کې چوکۍ لري، که رهبر دی، طالب دی او که داعيش دی وروسته پاتې کارونو ته بايد نور د پای ټکی کېدو، خپل ځان خپلې موخې ته و رسو نه چې د بادار په هيله نور هم کېنو چې پاکستان، امريکا او د سيمې هېوادونه به موږ ته سوله راولي او زموږ ډوبه شوې کښتۍ به نوره د ساحل غاړې ته کوي.

په دې خاوره کې نور ملت او حکومت ته په کار ده چې په جګړه کې له ښکېلو خواوو څخه د سولې او پرمختګ هيله وکړي  هغوی له بې ځايه وينو تويولو نور لاس واخلي په خپله خاوره کې ښه کار کوونکي خوښ کړي، د کار او پرمختګ له لارې جګړې ته د پای ټکی کېدي او ښکېلې غاړې دې ته راضي کړي چې جګړه نوره بس ده او سوله بايد راشي د جګړې نه ختمول هغه طوفاني دوره ده چې که دا له دې وروسته نوره هم دوام پيدا کړي فکر نه کوم چې لومړی دې افغان ولس او بيا ټوله نړۍ ترې په ارامه پاتې شي همداسې به د دې جګړې ښکار کېږي او په لسګونو او سلګونو کسان به دواړو خواوو ته د پرديو په لمسون سره د يو دوه ډالرو او کلدارو په مقابل کې وژل کېږي.

داچې د افغان ملت په ځانګړې توګه د پښتون قوم څومره مينه له خپل هېواد او خپلې خاورې سره ده فکر نه کوم چې د بل قوم دې له خپل ملت سره وي ولې دلته خبره بله ده دغه قوم څوک په کراره نه پرېږدي چې حکومت وکړي، اداره جوړه کړي، کدرونه و روزي او هغه دې بيا و ګوماري، ترڅو د دې کار په کولو سره برياوې رامنځ ته شي او دې ملت هم د دې پرمختګونو او سياستونو په ترلاسه کولو سره د جګړې لعنتي توک لعنت له خپلې غاړې څخه لرې کړي.

دا خبره ناممکنه ده چې افغان ملت جګړې ته د پای ټکی نه شي اېښودلی بلکې په هېڅ صورت سره جګړه څوک نه خوښوي، جګړې ډېر ځوانان تر تورو خاورو لاندې کړل، جګړې ډېرې مورګانې بورې کړې، جګړې ډېر روغ روغ بلډنګونه او ودانۍ را نسکورې کړې، جګړې ډېر ځوانان له علمي مرکزونو څخه بې برخې کړل لنډه دا چې جګړه دې په هغه چاه مبارک وي چې هغه له سره افغان نه دی او د افغانيت په کلمه او حکومت جوړولو شرمېږي په يوه او بله بهانه له سولې څخه ځان پټوي او نه غواړي  جګړه ختمه کړي.

 دا چې زموږ هدف د جګړې په وړاندې مبارزه کول دي او غواړو په خلاص مټ سره حکومت وکړو بلکې دا ستونزې به تر هغه وخته پورې را سره روانې او ملګرې وي ترڅو افغان ملت له جګړې څخه خلاص شوی نه وي او په دوی دغه تپل شوې جګړه ټوله شوې نه وي نو فکر نه کوم چې له دې خبرې دې پرته په خپله په هېواد کې دننه او بيا د سيمې په هېوادونو کې سوله راشي بس جګړه به حاکمه وي لکه دوه مخې ډمه د غدارانو په مخ کې  به ګډېږي او ولس به بې ځايه وژل کېږي.

موږ په افغانستان کې ډېر ځوانان په خپل جوش سره و ليدل چې خپل کارونه او خپلې قيمتي زده کړې د افغان مشرانو لپاره د جهاد او جګړې پر مهال پرېښودې او خپل مشر پسې د جهاد او جګړې ډګر ته لاړل کله چې دغه جګړه و ګټل شوه بيا دې خلکو هغو ځوانانو ته د خپل قيمتي وخت د لاسه ورکولو په وړاندې هېڅ ونه کړل او هماغسې تش په ميدان پرېښودل چې دا هم د خپلې کورنۍ او بيا د افغانستان لپاره يو سر درد شو ځکه چې بې سوادي د يوه ملک لپاره فکر کوم تر ټولو ناروغيو څخه يوه خطرناکه ناروغي ده چې څوک پرې اخته وي.

 داچې نن موږ په جګړه کې ښکېل پاتې شوی قوم يو او غواړو له دې ستونزې څخه ځان او خپله کورنۍ خلاصه کړو نو په کارده په سولې په سې په خپله  لاړ شو او هغه خپله کړو ځکه شمعه هېڅکله په پتنګ په سې نه ځي پتنګ په شمعې په سې ورځي، نو موږ ته هم په کارده سولې په سې  لاړ شو او دا په موږ نن فرض ده چې جګړه پرېږدو اود سولې لاره خپله کړو ځکه موږ په دې خاوره کې په خپلو ګناه ګارو سترګو هغه څه و ليدل چې هېڅکله د هېرولو نه دي او هغه ظلمونه د پېغلو په عزت و شول چې تاريخ به يې قبول نه کړي او نه به دغه څېرې په خپلو پاڼو کې و بخښي چې دغه ناروا کړنې ټولې موږ ته له جګړې څخه په ميراث را پاتې دي او و مو نه شو کولای چې د جګړې لمن نوره په دې خاوره کې را ټوله کړو.

دا چې موږ تل په جګړه کې ښکېل پاتې شوي او بې ځايه وژل شوي يو، تل مو په سولې پسې په خپله خاوره کې اوښکې بهېدلي چې هغه خپله کړو ولې د هېواد او ملت دښمنانو دې ته نه يو پرې ايښي چې موږ دې هم لکه د نورې نړۍ ملتونه په سوله کې ژوند وکړو او د جګړې هغه بدې انګازې چې نن زموږ په ذهن کې ځای نيولی هغه د سولې په خپلولو سره لرې کړو داسې وخت را نه غی او نه به د داسې څېرو په شتون کې را منځ ته شي چې موږ دې هم لکه د نورې نړۍ ولسونه د برياليتوب په اس سپاره شو او خپل بار دې د منزل او هدف ځای ته و رسو.

په دې ځای او دې ناوړه سياسي لوبه کې به هله خلک خوشحاله شي چې له دې خاورې څخه نور د جګړې لمن ټوله شي او ځای سوله خپل کړي او هغه ډلې هم له دې کار څخه لاس واخلي کومې چې په دې لوبه کې ښکېل پاتې دي او دغه ملت بې ځايه وژني، کورونه يې لوټ کېږي، سرمايې خوندي نه دي، بې کاره سياسي څېرې پرې په حکومتي او غيرې حکومتي ادارو کې حاکمې دي لنډه دا ډېر عوامل دي چې دغه ملت ور سره نن لاس او ګرېوان دی او نه شي کولای ځان او کورنۍ ترې خلاصه کړي او د خپل  برياليتوب په لور ګامونه واخلي.

په افغانستان کې د جګړې پر مهال له ښارونو او کليو نه په اصطلاح هغه غوړې لمبې پورته شوې چې په پايله کې ګټه يو دوه لنډغرو ته په لاس ورغله او ولس همداسې د دې ناوړه لوبې ښکار شو او دوی ترې په نتيجه کې غوړې څڼې را و وتل او په ښکلو ماڼيو کې ناست دي ولس په بيابان يوه خيمه نه لري چې هغه د ځان لپاره نن و وهي او همداسې له پرديو ملکونو په ځانګړې توګه د سيمې له هېوادونو څخه را و شړل شول.

دلته افغان ولس همېشه د خپل مشر او رهبر په انتظار کلونه کلونه په بيابان ولاړ دی او همداسې پاتې شوی او دوی غولولي دا ورته په غوږ کې ويل شوي چې موږ به تاسو ته سوله راولو، خو تاسو په جهاد، چاودنو، ځان وژنو، پلونو، ودانيو او د ښوونځيو په سوزولو لاس پورې کړی، کله چې سوبه ګټل شوې ولس همداسې په درانه خوب پاتې شوی، دوی هرڅه ترې خپل کړي او ترې تللي دي چې تر اوسه پورې همدغه ملت په دې هيله شپې سبا کوي چې کار به پيدا کېږي، سوله به راځي، ښوونځي به بيا له سره ابادېږي، الکترونيکي تذکرې به وېشل کېږي، عادلانه ټاکنې به صورت نيسي ولې هېڅ ونه شول لعنت دې وي په داسې مشرانو او سياستونو چې دوی د خپل عمر په اوږدو کې وکړل او افغان ملت يې و غولولو.

لکه څنګه چې موږ په جګړې او د هغې په تباهۍ دلته بحث کوو نو موږ په نړۍ کې زښت ډېر خلک په ځانګړې توګه مشران ليدلي چې هغوی خپل ملت د جګړې له ښکېلولو څخه ساتلی دی، موږ د ډېرو لويو ارادو او لوړ عزم خاوندان ليدلي او کتلي دي ولې نه په ګرمۍ دي او نه په يخنۍ دي، نه وږي کېږي او نه تږي کېږي، نه ستړي کېږي او نه په دې عمر کې ستومانه کېږي، دا له کاڼي نه کلک او له اوسپنې نه کلک د مضبوطې ارادې خلک دي او تل په دې هڅه کې دي چې خپل ملت ته سوله او خوشحالي راولي او خپل ملت له جګړې څخه و ژغوري چې افغان مشران هم بايد له هغوی سره نور ځان برابر کړي.

افغان ولس په ځانګړې توګه پښتانه هغه قوم دی چې خدای (ج) د جګړې په وړاندې لکه د غره هغومره مضبوتيا او د ځمکې هغومره صبر ورکړی دی بس تل دوی په جګړه کې ژوبل شوي، وژل شوي ګنې دوی کوم جګړه مار قوم نه دی او نه دوی جګړې خوښوي بلکې دا هغه ناوړه جګړې دي چې تل د تاريخ په اوږدو کې په دغه قوم تپل کېږي او له بل هر چاه بيا دغه قوم په دې خاوره کې په کې ډېر وژل کېږي او وروسته پاتې کېږي چې د دې لپاره هم يو بهبود او لاره لټول په کار دي چې نور د افغانستان سياسي لوبغاړي لاس په کار شي او دغه ملت له بې ځايه وژنو، بې کارۍ او اقتصادي، سياسي او فرهنګي ستونزو څخه خلاص کړي.

جګړه هغه څه ده چې ډېرې خواوې په دې خاوره کې په کې ښکېل پاتې شوې  او يوې ډلې هم په رښتينې توګه و نه شو کولای چې دغه ستونزې د ملت په ګټه هوارې کړي او ملت هم دې خلکو ته سترګې په لار پاتې دی چې کله به جګړه ختمېږي او بيا به موږ د هېواد د ابادولو لپاره په خپلو کارونو پيل کوو چې د دې کار په کولو سره به برياليتوبونه خپلېږي، زده کړې به ترلاسه کېږي، سياستونه به کاميابېږي، ابادۍ به ورسره کېږي، اقتصاد به ورسره وده کوي، هو که چېرته سوله راځي او که سولې ته کار نه کېږي، همدغه جنګسالاران په واک کې پاتې کېږي بيا فکر نه کوم چې سوله دې هم خپل ځای ونيسي دا به بيا هسې يو خوب ليدل وي.

د افغانستان په جګړه کې د دې ولس په وړاندې هر څه و کارول شول، په هره خبره مشرانو خپل باور د ملت په وړاندې له لاسه ورکړ، ملت هم له مشرانو څخه له دې وروسته خپل حق او حقوق غواړي، د صبر او حوصلې کاسه نوره د غدارانو په وړاندې نسکوره شوې دا به څومره حوصله وي چې افغان ملت يې د بې ځايه وژنو په وړاندې نوره وکړي دا هغه خبرې وې چې د افغان ولس بې ځايه په جګړه کې د ښکېلولو په اړه په دې ځای کې و شوې او موږ ته هم په کارده له هرې ممکنې لارې چې کېږي له دې کار څخه ځان او ولس خلاص کړو ترڅو نورد دې لوبې ښکار نه شو.

لکه څنګه چې دا خبره ټولو ملتونو ته څرګنده ده چې په افغانستان کې اکثريت قوم پښتانه دي او دغه قوم مو چې له نورو قومونو سره پرتله کړ دا خبره ترې څرګنده شوه چې دا خلک د ډېرو ښو خوبيو او ښو خويونو مالکان دي، ميلمه پاله دي، زړه ور دي، با عزته دي، خو ولې يو دوه عيبونه هم لري چې عيبونو يې هغه ټولې خوبۍ په لوی سيند لاهو کړي دي، يو عيب يې داده چې په ده کې خود غرضي ده، دې خود غرضۍ له دوی نه په خپل منځ کې مينه محبت او يووالی اخيستی دی او دوی يې په هغه نا معلوم سيند لاهو کړي چې کله به هم پيدا نه شي هر مشر سره د خپل ځان فکر او غم دی، د قوم  ورسره هېڅ خيال نه شته دی.

دوهم په ده کې تشدد دی ځکه چې د خپل ورور او د چم ګاونډ خلکو سره د دوه عيبونو د ده هغه خوبۍ ټولې ورته په سيند لاهو کړي دي، د مينې او محبت او ورور ولۍ په ځای په ده کې نفاق دی، پردۍ، جنبې دي، ډله بازۍ دي، ځکه خود پښتون بچی د جنت په شان په دې ملک کې په ګېډه نهر، په تن بربنډ، په سر سر تور او بې زده کړې دی، خو د دې ستونزې د هوارولو لپاره په کارده چې چارې په لار واچول شي ترڅو دغه قوم له دې حالت څخه خلاص شي او هغه څه يې په برخه شي چې دی ورته نن په دې جګړه اييزه خاوره کې اړتيا لري.

موږ ته په کارده چې په دغه خاوره کې د دې ستونزې په وړاندې خپل ولس په ځانګړې توګه پښتانه خپل قوم وګڼو ځکه موږ د يوه بابا اولاده يودا چې سره بېل کړي او پرېکړې يو دانو بيا د دښمن هنردی چې په دې کار بريالی شوی دی، موږ بايد له يو بل څخه په ښه توګه خبر شو ترڅو هغه ستونزې چې زموږ  په منځ کې شته دي هغه مو په ډېره ښه توګه له منځه وړې وي او ځان مو د نړۍ يو بريالی قوم حساب کړی وي.

دا نن چې په نړۍ کې کومو قومونو د جګړې په وړاندې پرمختګ کړی هغوی لومړی جګړه شاته غورځولې، هغه هم زموږ په څېر انسانان دي، هغوی په خپل ذهن کار کړی دی، په موږ او هغوی کې کوم ځانګړی توپير نه شته دی، نه د هغه د بدن کومه برخه له موږ څخه اضافه او يا پياوړې ده ولې هغه له خپل ذهن څخه په پوره توګه کار اخيستی دی او خپل ذهن يې په لاره اچولی چې نن د ښې ګټې مالک دی او بريالي کسان ګڼل کېږي.

ولې فرق صرف دومره دی چې په هغوی کې پياوړی قوميت، يووالی، ورور ولي ده، په هغوی کې محبت او همدردي ده، په هغوی کې هر يو کس چې دی هغه زموږ په شان خود غرضه نه دی له هغه سره د ځان په ځای د قوم او ملک د ابادولو فکر دی، ولې چې هغوی په دې راز ډېر ښه پوه شوي دي، چې يوازې د يوه سړي يا يوې کورنۍ په ابادېدو قوم او ملک نه شي ابادېدای، ترڅو چې ټول ملت سره لاسونه يو نه کړي او دښمن په ګونډو نه کړي نو ممکنه ده چې پرمختګ دې رامنځ ته شي او د جګړې په وړاندې دې يوه پياوړې مبارزه وشي.

لکه څنګه چې په دې باره کې اسلام هم موږ ته د انفرادي ژوند په ځای د ټولنيز ژوند زده کړه راکړې ده، نو ځکه موږ ته هم په کارده افغانستان چې د ورانۍ په حال کې ده هغه اباد کړو، سياسي دښمنۍ او د چوکيو وېش پرېږدو هغه چا ته کار ورکړو چې هغه کې خو د دې کار وړتيا موجوده وي نه چې موږ يې په هره اداره او رياست کې شمار پوره کوو چې پنځوس چوکۍ زما او پنځوس ستا فکر کوم دا به برياليتوب نه وي، دا به زموږ سياستوالو لپاره د کيميا، رياضي او فزيک يوه غلطه فارموله او تجربه وي، برياليتوب به په يووالي او کار د اهل کسانو سپارلو کې وي چې عملي شي او له ټيټ رتبه کار کوونکو څخه د کار په وړاندې پوښتنه وشي تر څو ورسره د برياليتوب يوه غوره فضا رامنځ ته شي.

نن موږ په داسې يوه حالت کې قرار لرو چې د بې ځايه شکونو او بې اعتماديو د پيدا کېدو له امله په ملک کې زموږ د مشرانو له لاسه رنګارنګ خبرې خورې دي او خلک هم په دې شک کې دي چې دغه مشران نور څه غواړي، پيسي امکانات، چوکۍ، واک، زر او توره خو ټول له دوی سره دي ملت ته هم څه کول په کاردي او که همداسې يې په تش نس ويده پرېښودل په کاردي چې نه خوب ور شي او نه د روغتيا په جامه سمبال شي خو دغه نيمګړتياوې او غلطۍ ټولې په سياسي مشرانو پورې نن اړه لري او په هغوی کې موجودې دي چې ملت ورسره داسې سر ګردانه او ليونې ګرځي.

موږ جګړه مار نه يو جګړه د بل چاه ده پر موږ يې تپلې ده چې پرون هم په جګړه کې وو، نن هم يو او که دا حالت وي سبا به هم يو خو په کارده چې خپل ملت او نړيوال په دې پوی کړو، چې زموږ ملک يو اسلامي او جمهوري او سوله اييز ملک دی نور په کار نه ده چې دومره دې و وژل شو ځکه دا دومره قربانۍ چې مو ورکړې کوم ګلان راته چاه په غاړه کې واچول چې ويلي وای افغان ولس يو باغيرته او ننګيالی قوم دی پرته له ورانيو، وژنو او ځانمرګو مو بل څه په دې خاوره کې ونه کړل او نه مو د ابادۍ او پرمختګ لپاره کوم پلان او ساختمان جوړ کړ چې موږ بايد په دغو اباديو لاس پورې کړی وی ترڅو مو ملک ودان شوی  او هېوادوال  مو خوشحاله شوي وی.

لکه څنګه چې په افغان ولس جګړې تپل شوي او د دوی په حق  او حدودو چې کله تېری شوی نو بيا دوی تورې ته لاس کړی او په جګړه يې لاس پورې کړی او نن هم که له نړيوالو څه غواړو نو هغه هم تش د افغان ملت حق غواړو چې نور دې دغه وژنې بندې شي، دغه ملت دې نور په جګړه کې د کورنيو او بهرنيو مشرانو له  لاسه په جګړه کې نه ښکېل کېږي چې له سياسي پرمختګونو څخه وروسته پاتې شي ځکه دا ملت هم د دې حق لري چې برياليتوب خپل کړي.

جګړه دې چاه خوښه ده؟ موږ همېشه سوله نارې وهو دا خو دوه متضادې خبرې دي پاتې شوه جګړه نو دې ته به کله افغان ملت په يوۍ اسانۍ سره غاړه کېدي چې له دې وروسته دې دوی بې ځايه و وژل شي، موږ خو جګړې ته په خپله خوښه نه ځو او نه غواړو چې بې ځايه دې و وژل شو او يا دې عيبي شو، ولې دښمنان او د افغان ملت قاتلين مو په زور او د پيسو له لارې بيايي، دا څلوېښت کاله چې زموږ ملت په جګړه او جېل کې تېر کړل نو حکومت دې نن دې ملت ته و وايي چې د دې خلکو څه ګناه وه چې دا مو په څه تېر کړل اخر موږ ته خودې هغه خپل جرم و ښيي؟ خو موږ ملت هم د دومره لويې جګړې مسؤليت لومړی په خپلو مشرانو او بيا په نړيوالو دښمنانو ور اچو چې افغان ملت يې د دې جګړې د خوړلو  ښکار کړ.

موږ تل په داسې يوه ناوړه حالت کې قرار نيولی دی چې هېڅ چاه خپل حق نه دی راکړی پاتې شوه د سولې خبره، موږ ته په کارده چې خپل حق او ترڅنګ يې سوله خپله راولو، دغه نن چې هره ناخواله زېږېدلې ده دا ټوله د جګړې له لاسه ده، جګړې موږ نه يو پرې ايښي چې موږ دې هم بريالي شو او خپل منزل او مقصد ته دې و رسېږو دا پوښتنه خو به هغه وخت پيدا کېږي څه وخت چې ګټه و شوه او افغان ملت په خپله خاوره کې په ګټه سپور شو او ګټه خو لا شوې نه ده او ګټه چې کېږي نو د خلکو په همت او په اقبال به کېږي او ملت ته هم په کارده چې د سولې او ګټې په اړه نور له حکومته د دې مطالبه وکړي اوخپل ځان يو ژوندی قوم محسوس کړي چې جګړه بس ده.

هغه کومې لوبې چې په افغان ملت او په ځانګړې توګه په پښتنو د تاريخ په اوږدو کې و شوې فکر نه کوم چې د نړۍ په نورو ملتونو دې شوې وي اودومره دې زورول شوي وي، موږ به هېڅکله دغه ظلمونه او نارواوې نورې په خپل ځان ونه شو منلی او نه به دغه ظالمان و بخښل شي خو خير په هر صورت د داسې لوبو مخنيوی کول هم په کاردی او که شاه ورته کول په کاردي نو بيا به يې مسؤليت هم دومره غټ وي چې د افغانستان نيمايي نفوس به يې خپلې اوږې ته پورته کولای نه شي چې ځان ورڅخه خلاص کړي.

دا چې تل موږ په جګړه کې ښکېل پاتې شوی قوم يو او په تاريخ کې موږ له چاه څخه د خپلو وينود توېدلو بدله نه ده اخيستې نو دا ورته وايو چې موږ افغانان مسلمانان يو او مسلمان له چاه سره ظلم نه کوي او نه په يوه آساني له چاه څخه بدله اخلي چې د چاه وينه دې بې ځايه تويه شي او دوی دې د نړۍ نور قومونه په عذاب کړي لکه څنګه چې زموږ ملت په هره خاوره او هره سيمه کې تل د دوی له لاسه په عذاب کې را ګير يو ملت دی.

د افغانانو په جګړه کې ښکېل پاتې کېدل نه خوښېږي او نه د دوی فطرت دا خوښوي داچې هره لوبه نن په دوی ترسره کېږي دا نړيوالې معاملې او د دې ملت په سر سوداوې کول دي او دوی دا هېڅکله نه خوښوي په زوره دې په دوی حکومتونه وشي او افغانان دې تر ولکې لاندې راوستل شي خو په هر صورت په زور کلي نه کېږي او په دې قوم چاه په زوره حکومت نه دی کړی او نه يې دا خلک په زوره د راستې ميدان ته راکش کړي دي او نه په تاريخ کې دې کار کومه مثبته نتيجه ورکړې ده.

څرنګه چې د تاريخ په اوږدو کې هر دښمن کوښښ کړی افغان ملت په ځانګړې توګه پښتانه د کمزوري شي او د هغوی د کمزوري کولو لپاره هغوی زموږ دا ملک او قوم توکړې توکړې کړی دی او زموږ د ملک او مشرانو نومونه يې په ننني سياست کې تر پښو لاندې او ورک کړي دي، نو موږ وايو چې دا به راتلونکو سياستونو او ولسونو لپاره څومره چې موږ فکر کوو هم ښه به نه وي او دا قوم به همدومره نور هم د نورو دښمنانو له خوا زورول کېږي او حق او حقوق به يې تر پښو لاندې کېږي.

افغان ولس بايد له دې وروسته خپل کار او کسب ته متوجې شي د نورو د لاس اله ونه ګرځي، مشران دې مهرباني وکړي دا خپل توکړې توکړې هېواد دې يو ځای کړي او يو پياوړی مشر دې د هغه لپاره و ټاکي ترڅو به له موږ سره دا ظلمونه کېږي، تر کله به د بهرنيو د چاودنو ښکار کېږو، تر کله به بهرني جاسوسان او د نړيوالو لاسپوسي پر موږ حاکمان وي، تر کله به زموږ له ملک څخه د اور لمبې پورته کېږي او د دغو لمبو ښکار به همدغه افغان ولس کېږي، موږ بايد په دې نور پوه شو چې له کومې لارې له موږ سره دغه ظلمونه کېږي او ترکله به له دې بحران څخه په امن کې پاتې کېږو.

که چېرته موږ په خپل سياست او خپلوسياسي څېرو لږ غوندې نظر وکړو، هغه د راستۍ ميدان ته راکش کړو دا خبره به ترې څرګنده شي له کومې ورځې راهيسې چې زموږ په خاوره کې د جګړې اور بل شوی نو په دغه جګړه کې له بل هر چاه څخه پښتانه د دې جګړې زيات قرباني شول، بې زده کړې همدا قوم ډېر پاتې شو، له خپلو حقوقو همدغه قوم محروم پاتې شو.

دا به زموږ يوه لويه او ستره ګناه وي چې له دې وروسته به پښتانه په سياست کې برخه نه اخلي، هغه به مطالعه نه کوي، په هغه کې به تر خپلې وسې پورې دوکتورا نه اخلي او ځان د افغانستان له ننني مرګوني سياست څخه چې ټول د همدوی په کور ورګډ دی ځان او خپله سيمه نه خلاصوي، موږ بايد سياسي، فرهنګي او ټولنيز شعور په خپل ځان کې پيدا کړو، په خو او غوره او عالي افکارو د خپل ژوند د ښه کولو لپاره فکر وکړو، تر کله به زموږ په ګريوان کې د نورو لاسونه پراته وي يوې او بلې خوا ته به مو کش کوي، موږ هم د نړۍ يو پياوړی قوم يو کولای شو چې هر څه په خپله وکړو.

دا چې د افغانستان نړيوال دښمنان غواړي افغان ولس دې ورک شي، هغه دې په جګړه کې ښکېل پاتې شي، ولې موږ په خپل غيرت او خپلې ايماندارۍ سره خدای پاک ورک نه کړلو، په تشدد او ظلم باندې قومونه ورک شوي نه دي او اوس غواړي په نورو طريقو موږ ورک کړي، چې هغه اقتصادي، سياسي، فرهنګي او انتحاري طريقې دي چې دې خلکود دغه ولس لپاره په لاره اچولې دي او تل کوښښ کوي چې په افغانستان کې سياسي فضا خرابه کړي او خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي.

خو افغان مشرانو ته هم په کارده د داسې ستونزو په وړاندې چې څلوېښت کاله زموږ په خاوره کې پر موږ حاکمه ده ځان خلاص کړي، خپل ملت او خپل قوم په ښه او بد سره پوه کړي، پرې جنبې، دښمنۍ، سياسي دښمنۍ پرېږدو او خپل ملک کې له دې شته تباهۍ او بربادۍ نه ځان بچ کړو، ځکه دا ملک د ټولو قومونو شريک کور دی او په کارده دغه شريک کور په ګډه سره ودان کړو.

په همدې توګه د دغه وران ملک ابادول نن په خان، ملا، طالب، جنرال، داعيش، القاعده، په ما او ټولو فرض دی او بيا په سترو او پياوړو مشرانو فرض ده چې ټول سره لاسونه يو کړي دغه ملک نور له دې مصيبت څخه و ژغوري او ولس له دې ناوړه سياسي لوبې څخه خلاص کړي، د دې تيږه کېدي چې ملک به آبادو، ملت ته به کار کوو، خو څومره چې نن موږ ولس فکر کوو، داسې سياسي څېرو ته موږ مشران نه شو ويلای، دا غلامان دي او د غلامۍ زنځير د دې خلکو په غاړه کې پروت دی دوی هېڅکله هم نه شي کولای چې د خپل بادار له اجازې پرته په دې خاوره کې دې يوه خښته هم د ابادۍ له پلوه کېدي او دغه ملک دې څه ناڅه اباد کړي او يا دې امنيتي فضا جوړه کړي.

د ښه حکومت او جګړې پای ته رسولو لپاره څومره چې نن موږ فکر کوو هر چاه ته په کارده په دې لوبه کې خپله برخه واخلي او دغه د سولې ګټه خپل کور ته له ځان سره يوسي او نور پرې نږدي چې جګړه دې پردې قوم او دې خاوره حاکمه شي او مشرانو ته هم په کارده له دې کړاو څخه ځان خلاص کړي او د سولې دردمند ته خپله ځولۍ و غوړوي دا ملک د همدې خلکو دی او په دې ملک کې فکر نه کوم څوک دې له موږ څخه حق و خوړلی شي نن که موږ ته څوک په دې خاوره کې بې ځايه ګواښېږي او موږ هم ورته بې ځايه خپل ذاتي او د غلامۍ غرضونه پرېښودل نو بيا هېڅوک زموږ حق نه شي خوړلی او نه پر موږ څوک بريالي کېدای شي همدغه موږ  به يو چې په هره چاره کې به په دښمن برلاسي يو.

دا هغه له حقيقتونو ډکه او له دروغو پاکه وينا او پيغام دی چې موږ يې د خپل ژوندي ملت او خپلو ځوانانو لپاره وړاندې کوو، هغه ځوانان او ملت چې تل د بل د ګولۍ ښکار شوي، خپله کورنۍ يې له منځه تللې او جګړې دومره اوږدې شوي چې هر ځوان او هره پېغله په کې بې خوبه شوې، د ماشومانو له سترګو اوښکې بهېدلي، مورګانې زورېدلي، ځوانان په خپل غيرت له ملکه تللي چې نن د اروپا او امريکا په ښارونو کې پردۍ مزدورۍ ته ناست دي او د کار په لټه کې دي چې هغه ګټلې توښه به بيا خپلې کورنۍ ته را لېږي او دلته به يې بيا مور او پلار پرې ورځ تېروي.

دلته هغه تياره خوره ده چې جګړې له دې خلکو څخه هر څه واخيستل، ډيوه مړه شوه، تياري خورې دي، د ډوډۍ د پيدا کولو لپاره بازارونه تړل شوي، ځوانان د ناهيلۍ په ناوړه خوب د چرسو او ترياکو په نشو د کابل تر لويو پلونو لاندې ويده دي، هره ورځ زموږ لوړ پوړي چارواکي په همدغو پلونو سهار او مازيکر ځي او راځي دومره څوک نه شته چې دې ځوانانو ته يې لږ غوندې د نشې په اړه هدايت کړی وای او دا خلک يې له دې کار څخه ژغورلي وای تر کله به موږ په داسې جنجالونو کې ګيرپاتې يو.

موږ هم پرمختګ غواړو، برياليتوب ته اړتيا لرو، زده کړه فرض ده، کار غواړو، په دولت کې د مشاورينو ختمول غواړو د يوه مشاور په معاش په هېواد کې شل ځوانان په کار ګومارل کېږي، نوره نړۍ هم دومره مشاورين لري که يوازې په افغان حکومت کې د مشاورينو دود دومره پياوړی دی او مشران ورته اړتيا لري دا چې زموږ مشر په کار نه پوهېږي نو بيا مشاورين به ده ته څنګه کار ور وښيي او کارونه به مخ په وړاندې بوزي دا ډېره يوه د شرم او افسوس خبره ده چې هر مشاور په دومره لوړو معاشونو سره ګومارل کېږي او بيا له هغه څخه د کار هيله کېږي، لعنت دې وي په داسې څېرو.

دلته په کارده چې د هرې ستونزې د پيدا کېدو لپاره له هغه څخه مخکې له مخکې شانداره مراسم او تصميمونه بايد و نيول شي او ملت بې ځايه ونه زورول شي او نه دې ته اړ کړای شي چې هغه دې خپل هېواد پرېږدي او په پرديو هېوادونو کې دې د مهاجرت شپې او ورځې تېرې کړي.