کور / راپور / ټرمپ: د سولي په خبرو کي د افغان حکومت مشري مهمه ده

ټرمپ: د سولي په خبرو کي د افغان حکومت مشري مهمه ده

تېره شپه ولسمشر اشرف غني او د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د افغان سولي په تړاو ټلفوني خبري کړي دي.

له ارګ څخه په خپره سوې اعلامیه کي ويل سوي، چي ولسمشر غني چي دا مهال د متحده عرب اماراتو په سفر تللی دی، تېره شپه يې د ټلفون له لاري د ولسمشر ټرمپ سره خبري کړی او د افغان سولي په هکله مفصل ږغېدلي دي.

خبرپاڼه ليکي، چي ټرمپ د طالبانو سره په سوله کي د افغان حکومت رول اړين بللی او د سولي وړاندي يې پر اوربند باندي ټينګار کړی دی.

د خبرپاڼي په حواله ، په دغه ټلفوني خبرو کي ولسمشر غني ټرمپ ته د افغان حکومت لخوا د سولي اووه ماده ايزه طرحه هم وړاندي کړې او ټرمپ د دغه طرحي ملاتړ کړی دی.

ډونلډ ټرمپ په ننګرهار کي د داعش د ماتي په تړاو د افغان ځواکونو ستاينه هم کړې ده.

ارګ وايي، ټرمپ ولسمشر غني ته بلنه ورکړې چي په يو رسمي سفر امريکا ته ورسي او ولسمشر غني يې بلنه منلې ده، خو لا مالومه نه ده چي غني به کله امريکا ته ولاړ سي.