کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/اتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/اتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

۱: د کابل ولايت والي وويل که د کابل والي وويل؟
والي ولایت ته منسوب کلمه ده. کله چي والي وايو، نو ولايت يادولو ته اړتيا نشته. کولای شو اسانه او لنډ ووايو چي: (( د کابل والي وويل)).

۲: پېښه تر څېړني لاندي ده – حادثه تحت بررسی قرار دارد
دا جمله هم ولسي ريښه نه لري او له فارسي ټکي په ټکي راژباړل شوې ده. کېدای شي ووايو چي: (( پېښه څېړل کېږي يا د پېښي څېړنه روانه ده)).

۳: مشاعره تر سره شوه، که مشاعره جوړه شوه؟
د جملې ظاهري منطق داسي دي لکه مشاعره چي له پايه را پيل سوې او سر ته رارسېدلې وي، لکه ځيني وياندويان چي وايي (( خبرونه سرته ورسېدل)). زما په فکر اسانه او ولسي جمله داسي ده چي ((مشاعره وشوه، مشاعره جوړه شوه)).

۴: وړوکي ماشوم پر سر مرمۍ خوړلې ده – مرمی در سر کودک خورد سال خورده
دا جمله کټ مټ له فارسي ترجمه شوې ده. په فارسي کي ډېر څه په الفاظو کي د خوړلو وړ بلل کېږي، خو په اصطلاح کي بله مانا لري لکه هواخوری کردريم، سرما خوردیم، مرمی خورديم، غم خورديم او داسي نور، خو په پښتو کي خوړل يوازي د خولې له لاري نس د یوه شي تېرولو ته خوړل وايي. اسانه، لنډه او ولسي جمله دا ده چي ووايو: ((د هلک پر سر مرمۍ لګېدلې ده، هلک پر سر په مرمۍ لګېدلی دی، هلک پر سر په مرمۍ ويشتل شوی دی)).

۵: شاور واخلئ ( Get a shower)
دا جمله کټ مټ له انګليسي ژبې راترجمه شوې ده. کېدای شي يو څوک ولامبي، خو د شاور له لاري به نه وي، په وياله، سيند، ډنډ او يا به په تشناب کي د لوټې په وسيله لمبېږي، اسانه او لنډه جمله دا ده چي ((ولامبه يا ولمبېږه)).