کور / د ډيورنډ کرښه / شمالي وزيرستان: ميرعلي کي خلګو د نا امنۍ او غلاوو پر ضد لاريون کړی

شمالي وزيرستان: ميرعلي کي خلګو د نا امنۍ او غلاوو پر ضد لاريون کړی

 

د شمالي وزيرستان په ميرعلي بازار کي تېره ورځ هټيوالو کاربنديز اعلان کړی وو او د اعتراض په توګه يې ټول بازار تړلی وو.

د شمالي وزيرستان د ځوانانو ټولني په غوښتنه تېره ورځ د مير علي بازار تړل سوی او خلګ يې د احتجاج په توګه سړکونو ته راوتلي وه.

د ميرعلي بازار هټۍ وال او سوداګر وايي، چي د څو ورځو راهيسي دلته د غلا او شوکو پېښي زياتي سوي دي او خلګو ته د غلو لخوا جدي ستونزي رامخي ته سوي دي.

د لاريون کونکو په وينا، په عام بازار کي خلګ د وسلې په زور له خلګو پېسې او سامانونه لوټي او د منعه کولو څوک يې نسته.

د لاريون يو ګډونوال صدر وقار داوړ وويل، څو ورځي وړاندي په ميرعلي بازار کي غلو د يو دوکاندار څخه موبايلونه يووړل او د هغه دوکان ته يې اور واچوی.

څو ورځي وړاندی د طارق داوړ په نوم يو کس باندی غلو وسلوال بريد کړی وو او هغه يې ژوبل کړی وو.

د لاريون کونکو په خبره، که يې څوک غم ونه خوري دوی به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي او بيا به په خپله د غلو د مخنيوي لپاره لاس په کار سي.