کور / راپور / کلاعبدالله کي ترهګر رياست پښتون قامي مشر وژلی دی

کلاعبدالله کي ترهګر رياست پښتون قامي مشر وژلی دی

د کوټي – چمن پر لويه لار په کلا عبدالله کي د يو لادرکه کس مړی موندل سوی، چي پر سر په ګوليو ويشتل سوی دی.

د راپورونو له مخي د حاجي محمد نبي په نوم يو شخص چي څو ورځي وړاندي د نامالومه کسانو لخوا تښتول سوی وو، تېره ورځ يې د مړی په مقامي باغ سره موندل سوی چي پر سر باندی په مرميو ويشتل سوی دی.

د ځايي خلګو په خبره، حاجي محمد نبي د استخباراتي کسانو لخوا بېول سوی وو او پرون يې هغه وژلی او مړی يې په يو ډېران کي غورځولی وو.

څو ورځي وړاندي هم ميزيی اډې ته څېرمه د غوث الله اغا په نوم يو ځوان د پاکستاني استخباراتو لخوا بېول سوی او وروسته به تشدد وژل سوی وو.