کور / اقتصادي / امريکا: د سي پيک پروژې ګټه يواځي چين ته رسېږي، پاکستان به نور د اقتصاي بحران سره مخ سي

امريکا: د سي پيک پروژې ګټه يواځي چين ته رسېږي، پاکستان به نور د اقتصاي بحران سره مخ سي

 

امريکا پاکستان ته خبرداری ورکړی دی، چي د سي پيک پروژه به يواځي چين ته ګټه ورسوي او پاکستان به نور هم د اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

د سهيلي اسيا لپاره د امريکا استازي اليس ویلز د پنجشنبې په ورځ په امريکا کي يوې غونډي ته وويل، چي د پاکستان او چين ترمنځ چي د سي پيک په نوم کومه پروژه پیلېږي ګټه يې چين ته رسېږي او پاکستان ته کومه ګټه نه کوي، بلکي نور به يې هم د اقتصادي بحران لوري ته  ورټېل وهي.

د چين او پاکستان ترمنځ دغه پروژه پيلېدونکې ده چي له مخي به يې په پاکستان کي چين پانګونه کوي او هلته به د لويو لارو او نورو پروژو لپاره چينايي کاريګر ګوماري.

دایلس ویلز په وینا “دسي پیک اغیزې به هغه وخت د پاکستان په اقتصاد ولیدل شي کله چې څلور یا شږ کاله وروسته پاکستان ته د پورونو په مد کي د پیسو ورکولو ور تر غاړي سي”

پاکستان دا مهال له چين څخه اووه مليارده ډالر پوروړی دی، چي د ۲۰۲۲ کال د جولای تر مياشتي دغه پېسې له پاکستان څخه غوښتونکي دي.