په کوزه پښتونخوا کي هدفي وژني ډېري سوي دي

Aziz Rahman Hazim | نوومبر 23rd, 2019


په دې وروستیو کي د کوزي پښتوخوا په مرکز کوټه او نږدې سيمو کي هدفي وژني ډېري سوي دي چي پړه يې تر ډېره پر استخباراتو اچول کېږي، خو په دې کي ځيني پېښي د شخصي دښمنيو له وجې هم رامنځ ته کېږي.

تېره ورځ په انزرګټ سيمه کي دوه وروڼه چي حبيب الله او نعمت الله وژل سوي او مړي يې په صحرا کي غورځول سوي وه.

دغه دواړه وژل سوي کسان چي وروڼه وه، څو ورځي وړاندي نامالومه کسانو د ځان سره بېولي وه، چي وروسته يې مړي په داسي حال کي وموندل سول، چي پر سر باندي په ګوليو ويشتل سوي وه.

د کوټي – چمن پر لويه لار په کلا عبدالله کي هم تېره ورځ د يو لادرکه کس مړی موندل سوی، چي پر سر په ګوليو ويشتل سوی دی.

د راپورونو له مخي د حاجي محمد نبي په نوم يو شخص چي څو ورځي وړاندي د نامالومه کسانو لخوا تښتول سوی وو، تېره ورځ يې د مړی په مقامي باغ سره موندل سوی چي پر سر باندی په مرميو ويشتل سوی دی.

د ځايي خلګو په خبره، حاجي محمد نبي د استخباراتي کسانو لخوا بېول سوی وو او پرون يې هغه وژلی او مړی يې په يو ډېران کي غورځولی وو.

څو ورځي وړاندي هم ميزيی اډې ته څېرمه د غوث الله اغا په نوم يو ځوان د پاکستاني استخباراتو لخوا بېول سوی او وروسته به تشدد وژل سوی وو.

Copyright Larawbar 2007-2024