افغان سفير: د چابهار بندر له لاري ټرانزيټ ته وده ورکوو

Aziz Rahman Hazim | نوومبر 23rd, 2019


په ايران کي د افغانستان سفير عبدالغفور ليوال وایي، چي د چابهار بندر له لاري به د افغانستان وراداتو او صادراتو ته وده ورکړي.

نوموړی وايي، چي افغان چارواکي د خپلو ايراني سيالانو سره د چابهار بندر په هکله ږغېدلي او په نږدې راتلونکي کي به د همدې بندر له لاري د مالونو د لېږد رالېږد بهير چټک سي.

چابهار بندر په ۲۰۱۶ کال کي جوړ سو، او تر ۵۰۰ مليونه ډالرو پوري هند پکي پانګونه وکړه.

د افغانستان حکومت رسماً، د فبرورۍ په میاشت کي د چابهار د بندر له لارې هند ته د خپلو سوداګریزو مالونو په لېږدولو پېل وکړ.

د ایران د خبري اژانس، اېرنا په حواله د افغانستان لږترلږه ۱۷۶ سوداګریز شرکتونه د چابهار په بندر کي د تجارت لپاره ثبت سوي دي، خو یواځي ۳۲ يې اوسمهال فعالیت کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024