کور / خبرتیا او پيغامونه / له زده کوونکو څخه په غیرقانوني ډول د پیسو راټولولو بندیز په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

له زده کوونکو څخه په غیرقانوني ډول د پیسو راټولولو بندیز په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د ښوونځيو له زده کوونکو څخه د اضافي پیسو راټولول منع دي.

په ښوونځيو کې د لیسې دورې له زده کوونکو څخه د شهادتنامې او د کانکور کارت چمتو کولو لپاره د پیسو اندازه ۶۲۰ افغانۍ(۴۲۰ افغانۍ د کانکورکارت اخیستلو لپاره + ۲۰۰ افغانۍ د شهادتنامې لپاره) دي نو له همدې امله د زده کوونکو څخه د زیاتو پیسو اخیستل منع دي.

د ښوونیز نظارت عمومي ریاست غړو ته دنده سپارل شوې ده ترڅو په ښوونځيو کې د پیسو راټولولو څخه څارنه وکړي او سرغړونکي د پوهنې وزارت داخلي تفتیش ریاست ته ور وپیژني ترڅو د مالي فساد او د ناوړې ګټه اخیستنې مخه ونیول شي.