کور / شعر / خیالي عدن

خیالي عدن

 

شعر: زلمی نصرت

نه منم خیالي عدن

چې جوړ کړي نن حزن

زخمې کړي زما وطن

سوځولی زما چمن

په هستي کې شوم نیستمن

نه منم خیالي عدن

چې پرهر مې بدن

 په سینه په ځنکدن

توان نه شته د کفن

جوړ ګلشن مې شو مدفن

نه منم خیالي عدن

چې ملا شو اهریمن

تل اغیارو ته ژمن

د ښایست سره دشمن

لور په لاس ریبي سمن

زه منم  باغ عدن

چې تبعیض نه وی د زن

هر خوا باغ وی او ګلشن

چوڼي باغ کې وی ډادمن

خپلواکي وی او اتن

زه منم باغ عدن

چې هر څوک یې وي پتمن

په کې نه وی ته او من

انساني خوی وي واکمن

ژوند وي ستوري د یمن

زه منم باغ عدن

چې باغبان یې وي هوډمن

مشکو بوی وي د خُتن

نه زاغان وي نه رهزن

د نصرت زړه وي ښادمن

۱۹.۱۱.۲۰۱۹

وایله

دنمارک