شاعري – يو اخيستونکی مرض
Aziz Rahman Hazim
ليک ؛ حفيظ الله ياد
———-
يوه ملګري رانه پوښتنه وکړه چي حفيظ الله ته شاعري ولي کوې نو مي ورته جواب ورکړ چي ؛
زه : ياره دا مي اول شوق وو خو وس مجبوري
هر انسان د سماج له لوړو او ژورو سره غاړي وتی دی او د دې ښو او کږو مخه کوي. دماغ يې خپله غزا او خورکه غواړي لکه مادي جسم چي ورته د پانګوالۍ يا شتمنۍ د پوهانو په ژبه ( commodity ) وايي او يو ضرورت دی نه يو خواهش يا ( Desire ) . پر دماغ چي کله فشار يا ( Frustration ) راشي نو دماغ هرومرو د دې ايستنه غواړي، چي څوک يه په چکر ، څوک يه په ښکنزلو، څوک يه د ګلاس په ماتولو او څوک يه ډ ليک له لاري باسي. ډېر داسي شاعران شته چي يه هر کله دماغي فشار د ليک يا شعر لا لاري څه نا څه ټيټ کړی دی او بيا يه خپله ټوله شاعري سېزلې ده.
خو زموږ په چاپيريال کښې يوه ستونځه له ډيره وخته وينم چي ورځ تر ابله وده کوي هغه دا چي هر يو وايي زه دي خامخا او په رک زور شاعر سم او ډير ژر دي پسې مشهوره هم شم. چي له وجي يه شاعري او شاعران بدنامه سو. نو په داسي حالت کښې چي يه لوست هم نه وي کړی شعر يه هم الهامي يا احساسي نه وي بس يو پيوندګري يه کړې وې او يو په رديف قافيه ځان پوهه کړي بس يو څه دي ليکي صرف دې رديف او قافيه پر له برابره وي.
په کال دوه زره اوولس کښې ۲۰۱۷ له عصمت الله زهير ( باچا ) سره ناست وم چي يو ډير نوموړي اديب، څېړونکي، شاعر په ډيره سپين سترګي د هادي ملا پوره پوره نظم خپل په نامه اړولی وو چي يواځي يه د نظم د نامه د بندولو خواري ورسره کښلې وه. نظم ټوله هغه وو صرف يه د ( ورکه مينه ) او ( پټه مينه ) توپير درلود چي هغه نظم څو لسيزي وړاندي په يوه مجله کښې چاپ هم وو. دې اديب محترم دا فکر کاوه چي بس زه دي ډير تر ډيره کتابونه چاپ کړم لوستونکي مه شوروه که څه ترې اخلي که نه البته زما له نامه سره دي د کتابونو د شمېر لېبل د بل چا نه زيات وي.
څو ورځي وړاندي مي د آرزو زياتوالي خور شعري ټولګه لوسته او چي مي په يوه دمه کښې رسنۍ يا فيسبوک خلاس کړ هغه سانتي غزل د يو نومړي تازه په تازه په خپله پاڼه خپره کړې په مخه راغله چي يه سيلابي وزن، رديف، قافيه يو سانتي وه نو مي فکر کاوه چي ياره تخليق هم خلګ له تخليقه اخلي او غزل بس د رديف او قافيې د برابرولو هنر ته ويل کيږي. نور که څه وي که نه وي پرواه نه لري نو ځکه چي نن سبا يو څو شاعرانو فقط په رديف او قافيې د پښتنو زړونه ګټلي دي. او لاندي په څرګندونو کښې يو لوی قطار لګېدلی وی چي “واه واه “، “ډېر اعلا”، “بېخي خوندور” او داسي نور. لکه د مثال په توګه تاسو مي پوهه کړۍ دا شعر څه تشريح، احساس او خوند لري ؟ چي يو مشهوره شاعر فرمايي ؛
په چا لږه زوروره باچا
پا چا ډېره زوروره ده باچا
په داسي حالت کښې د شاعر، شاعري د خالق د تخليق رنګ نه بلکې د يوې ګيت مالې رنګ خپل کړي. چي د يوه شاعر په شاعري کښې څو جدا جدا رنګونه ليدل کيدلای شي. له دې نه برعکس هر شاعر يو څبل رنګ لري چي له يوه شعر يه لوستونکی په ډير ډاډه زړه دا ويلای شي چي دا د پلاني شاعر شعر دې باوجود که دا شعر د لوستونکي دپاره نوی وي او اول ځل يه تر غوږو تېريږي. ځان په کار راوستل دي خامخا دي نه وي شاعري. نثر او تنقيد ډير زيات کار غواړي او سماج ورته ډير زيات ارزښت لري. شاعري په زوره نه کيږي بلکې شاعري د يوې مشاهدې پس د زړه له آه او د احساس له کوټلو په خپله راوځي.