" /> " /> " /> " /> دافغانستان دستونزي بیړنی حل  – لراوبر ویب پاڼه
کور / سياسي / دافغانستان دستونزي بیړنی حل  تبصرې

دافغانستان دستونزي بیړنی حل  تبصرې

دستونزي اړخونه :



  1. طالبان


  2. اسلامي حزب


  3. دولت


  4. ددولت سیاسي مخالفین اومدني ټولنه


  5. آمریکا اوورسره نورملاتړی  ایتلافی اوسوله ساتی ځواکونه


  6. ملګری ملتونه


  7. ګاونډی هیوادونه


  8. بي وزله عام افغانان

د ستونزي دعاملینو غوښتني :




  1. طالبان:  دبهرنیو قوتونو وتل  اوداسلامی نظام جوړول


  2. اسلامی  حزب: دبهرنیو قوتونو وتل اودافغانیي اسلامي نظام جوړول


  3. دولت: دطالبانو اوتروریزم له منځه وړل اودیموکراتیک نظام جوړول


  4. آمریکا اوملګری یی: دطالبانو اوتروریزم له منځه وړل اودلاسپوڅي دیموکراتیک نظام جوړول


  5. ملګری ملتونه: دبشری حقونو اودیموکراسی مراعاتول


  6. ګاونډوي هیوادونه : له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل اوپه افغانستان کي  دداسي نظام جوړول چی ددوی هراړخیزي ګټي مراعات کړي


  7. بي وزله عام افغانان: داسلامي نظام په رڼا کي سوله ایز ژوند

ددغو اړخونو دتوافق ټکي :



  • سوله ایز افغانستان چي هیچ چاته تهدید نه وی اودهرچا مشروعي ګټي مراعات کړي

 داهدف څنګه ترلاسه کیدائ شي ؟



  • دسو له ایز افغانستان  منل اوورته کارکول ،داسي افغانستان چي چاته تهدید نه وی اودګاونډیو اونړی  مشروعي ګټي خوندي کړي

وړاندیز شوی پلان:



  • ددولت  اونړیوالو قوتونو له لوري داوربند اعلان ، اودملګرو ملتونو له لوري دطالبانواواسلامی حزب  څخه هم داوربند دمراعاتولو غوښتنه، اوبالاخره دښکیلو غاړو ترمنځ بشپړ اوربند( داکارباید په یوه اونۍ کي ترسره شي)


  • دټولو ښکیلو غاړو(برسیره آته ډلې) دمحدود(معین) شمیر استازوپه ګډون دي  په کابل کي یو نړیوال کنفرانس راوبلل شی( داکارباید له اوربند سره سم پیل شي اوله اوربند وروسته ددویمي اونۍ په پای کي باید غونډه جوړه شي) دیادوني وړه ده چي داغونډه باید داسي نشی چي پلان اوپرمخ بیول یی دخارجیانو له لوري ترسره شي ،بلکه باید خپله افغانانو ته پوره اختیار ورکړل شي چي د غونډي لپاره طرزالعمل جوړکړي.

 
دکنفرانس اجنډا اواحتمالي پایلي :




  1. دافغانستان  داوسنۍ اداري  استعفاء، دپارلمان منحل کیدل اوپرځای یي  دیوي داسي موقتي اداري جوړول چي استازي یي  له موجودو سیاسي حزبونو ،ډلوټپلو اوپورته یادو شویو غاړو سره اړیکي ونه لري. ( دادوره به  د۶ میاشتو لپاره وي او دولسمشرۍ ټولټاکنو ته به لاره هواروي.)


  2. له ټولو ښارونو څخه به نړیوال ځواکونه  وزي، اوځای به یي ملي اردو نیسي. نړیوال ځواکونه به دافغانستان په سرحدي ولایتونو کي میشت کیږي اوشمیربه یي داړتیا په اندازه وي)


  3. ملي اردو به غیرسیاسی اعلانیږي اوپه هیڅ صورت کي په سیاسي مسایلو کي مداخله نه کوي. دهیڅ چاپه ګټه به نه جنګیږي. یوازي دافغانستان دځمکنۍ بشپړتیا اوکورني امنیت څخه ددفاع په موخه به  دافغانستان دملي شورا حکم مني.


  4. دافغانستان ملي شورابه جوړیږی. په دغه شورا کي به د داوسنۍ ولسي جرګي نه ۲۵ تنه غړي په انتخابي ډول، له مشرانو جرګي نه ۲۵ تنه په انتخابي ډول ، دمدنی ټولني په استازيتوب ۱۰ تنه په انتخابي ډول، دټولو سیاسي حزبونو نه ۱۰ تنه په انتخابي ډول، دطالبانو نه ۵ تنه په انتخابي ډول،داسلامي حزب نه ۵ تنه په انتخابي ډول، دافغانستان داوسني حکومت نه ۵ تنه په انتخابي ډول ځاي ولري. دوی به ځانته په انتخابي ډول مشرټاکی اودموقتي اداري مشرته به مسوله وی. دغه رازبه  دغه شورا ددي صلاحیت ولري چي دموقتي اداري  مشر استیضاح کړي. دافغانستان ملي اردو اونور حکومت به هم همدغي شورا ته ځواب ورکوي. خو په عادي ډول به خپلي ټولي چاري د موقتي اداري دمشر ترنظارت لاندي  پرمخ بیایی. ملي شورا به لږترلږه  د۴/۵ برخویعني لږترلږه ۶۸ غړیو  په تایید سره پریکړه کوي.


  5. په ټولو ولایتونو کي به ټول غیرمسول وسله وال بي وسلي کیږي ( دکنفرانس نه وروسته  تریوي میاشتي پوري به داپروسه بشپړیږي)


  6. دکنفرانس له ګډونوالو به یوه کمیټه جوړیږي چي ددي کنفرانس پایلي تعقیب کړي. له هري ډلي به یوازي یو استازي پدي کمیټه کي ګډون ولري. داکمیټه به په میاشت کي یوځل غونډه کوي اوراپوربه  نوي ټاکل شوی ولسمشر ته ورکوي اوهغه به یي دمطبوعاتو دلاري ملت ته ورکوي.


  7. دبهرنیو ځواکونو لپاره به  دبیخي وتلو دقیقه نېټه ټاکل کیږي اوپه دغه موده کي به ددوی مسولیتونه هم  ټاکل کیږی. داهم باید روښانه شي چی که بهرني ځواکونه دخپلو دندو په اجراء کولو کي پاتي راشي نو ټول بایدپه سملاسي ډول خلع سلاح اوفورآ له افغانستان څخه وویستل شي.


  8. له دي وروسته به په افغانستان کي  په هیڅ نامه باندي نظامي فعالیت اوجنګونه نه کیږي، اونه به ورته لمن وهل کیږي. که په هرچا باندي داډول جرم ثابت شي،باید په ۲۴ ساعتونو کي دننه دنظامي محکي لخوا اعدام شي.


  9. نظامي محکمه به جوړیږي اودا محکمه به دافغانستان دننه  دکورنیو اوبهرنیو اتباعو دمحاکمي صلاحیت لري. دمحکمي دتاسیس اونورو چارو په اړه به منځ مهماله  حکومت تصمیم نیسی.)داکاربه په یوه میاشت کي دننه ترسره کیږی)


  10. په دغو شپږو میاشتو کي به اوسنۍ اساسي قانون دمنلو وړوی، اودنوي ولسمشر دټاکلو نه وروسته به دنوي  اساسي قانون دجوړولو لپاره لویه جرګه راغوښتل کیږي. دلویي جرګي غړي به دهري ولسوالۍ نه  په انتخابی ډول دري تنه وي.


  11. ټول هغه کسان چي تراوسه یي په سیاسی حزبونو کي کارکړی اودکورنیو یا نړیوالو بنسټونو له خوا مجرم پیژندل شوی،باید عفو اعلان شي. ددوي سره به یوازي  په هغو مواردو کي حساب وشي چي  دکوم چا لخوا په مشخص ډول په دوي باندي ادعاء وشي.


  12. ټول اړخونه به پورتنۍ پریکړي مني اوپرځان به یي پلي کوي. ټول ګاونډي اونړیوال هیوادونه به  ددغي پروسي دپلي کولو لپاره  دافغانستان موقتي اداري ته مالي اوسیاسي مرسته ورکوي.

تبصره نسته

  1. اشناېه ډېر ښه خېال پلو دي جوړ کړۍ دي . که څه هم د طالبانو او حزب اسلامي دي غوښتني نه بلکه ېواځي دعوي ذکر کړي دي . ولي چي د حزب اسلامي په مخ کښي په افغانستان کښي دري ډوله حکومتونه راغلل خو ددوي پر طبع ېو هم نوو برابر دوي شاېد داسي اسلامي دولت غواړي چي هر څه د حکمت ېار (حکومتېار) په لاس کښي وي .

    طالبان هم داسي اسلامي امارت غواړي چي د عربو دتېلو محافظ او دکشمېر دازادي خېراتي ذمه وار وي خپل هېواد ېي په اقتصادي لحاظ دهر مسلم او کافر محتاجه وي ولي دوي به افغانان پر پاېڅو او ږېرو په دورو ډبوي . دا له دوي سره د اسلامي شرېعت مفکوره ده .

    ستاپه نسخه کښي د ګاونډېو هېوادونو غوښتنو ته هېڅ مثبت او منفي ځواب نشته . هېري شوي دي درنه که ېي نظر اندازه کوي پاکستان په افغانستان کښی د حضرت عېسی (ع) حکومت هم هله مني چي دوي ته پښتونستان وروبخښي د کشمېر پر موضوع ددوي حماېت وکړي او افغانستان د پاکستاني مصنوعاتولپاره ېو ازاده منډي وي .

    زما په فکر افغانستان د پاکستان له لوري د جنګ په حالت کښي دي باېد ته بل ځل ته له دښمن سره دمقابلي لپاره ېو عاجل تکنېک لوستونکو ته وړاندي کړي چي دا جنګ موږ څنګه ګټلای شو .
    مننه وروره هېله ده چي غصه نشئ .

  2. د ښاغلي ډاګټر صيب عبدالواسع قانع له ليکني څخه خو داسي بريښي؛ چي د عيسويت کوم تازه کمپاين پېلولو ته يې بډ وهلي وي، عيسويت تر اېډز وروسته دوهم لوی ويروس دئ چي د طالبانو تر واکمنۍ را وروسته يې د خوارو افغانانو پر لور را مخ کړئ دئ .

  3. عزيزان ګرامی مضمون داکتر قانع []که مکمل از انجيل عبارت شده است، از سايت محبوب تان را حذف کنيد/>

  4. عزيزان ګرامی مضمون داکتر قانع [دالله په خاطر For the Sake of God ]که مکمل از انجيل عبارت شده است، از سايت محبوب تان را حذف کنيد/>