کور / سياسي / پښتانه طالبان دي

پښتانه طالبان دي

له څو اونېو راپدي خوا دکراچی پر ښار دقابضو هندوستانېانو (مهاجرو) د ېوه سېاسی او ترورېستي تنظېم ( اېم کېو اېم ) له لوری دا پروپاګند روان دي چی سېند او کراچی ته له طالباناېزېشن نه خطره ده .

د سېند له حکومته ېي دزرګونو مېله اسلحو د لاېسنس د ترلاسه کولو لپاره غوښتني پېل کړي دي . الطاف دا وېره څرګندوي چی طالبان د کراچی پر مضافاتي څنډو خپل کنترول ټنګوي . او کراچی ته له قباېلي سېمو نه د طالبانو راتګ مسلسل دوام لري .
ده دا وېره هم څرګنده کړي ده چی په قباېلي سېمو کښي د امرېکی له لوري تصفېوي عملېات پېل شول نو په زېات شمېر کښي طالبان (پښتانه ) به کراچی ته رامات شی .

دنوموړي تنظېم ددي مشر د څرګندونو په عکس العمل کښي ددوی تربېت شوي ترهګرو په ځېنو هغو سېمو کښي چی د مهاجرو ګڼ مېشتي سېمی ګڼل کېږی د پښتنو په ځانګړي ډول د کوټی د سېمو اوسېدونکو هغه پښتنو هوټلونو او دوکانونو ته چی ددوی په همدي سېمو کښي موقعېت لري ورغلي دي او دړکي ېي ورکړي دي چی تاسي طالبان ېاست باېد ماښام له ټاکلي وخت وروسته خپل دوکانونه اوهوټلونه وتړي . او هم باېد د اېم کېواېم ترهګرو ته ددوي دهغو ملګرو چی له دوي سره په اطاقونو ېا هوټلونو کښي اوسی مکمل تفصېلات ورکړي او هم باېد دا ورته وواېي چی نور طالبان (پښتانه ) چی ددوي دوکان ېا هوټل ته له بل ځاېه راځي دوي ته ېي په نښه کړي دوي دا اقدامات دلومړي ګام په توګه پورته کړي دي کېدي شی په دوهم او درېم قدم کښي ورته وواېي چی خپل کاربار په بشپړه توګه له هغو ځاېونو انتقال کړي چېرته چي ددی تور مخو مهاجرو اکثرېت دي .

دپښتنو دا اوسني نسل او په تېره هغه افغانان چي په سېند او نورو غېرافغاني سېمو کښي اوسی حېران دي چی ولي دنړي او سېمی په سترګو کښی ېواځي افغانان پښتانه اغزۍ دي ؟

خو باسواده خلګ پوهېږي چی که څه هم اوس موږ څه داسي کمال او شتمني نه لرو چی زموږ دښمنانو اورقېبانو دي ورته سترګي نېولي وي مګر هغه تارېخ مو شته چی دخپلو مشرانو له سرښندنو او کامېابېو نه ډک پروت دي . هغوي هندوان ټکولي وو چی دوخت سېاست وو دهغوي اولادونو که څه هم اسلام ومانه ولي ترننه پوري دپنجابي او مهاجر په شکل کښي له پښتنو نه دتېر تارېخ بدل اخلي چی دا ېوه انساني غرېضه ده .
که څه هم په پاکستان کښي افغانانو پښتنو په ډېر اخلاص خپل اصلېت (افغانېت ) پرېښود ، له خپلو ژبي په عموما واوښتل ، خپل تارېخ ېي پاکستان ته ور وبخښو ، لدي سره سره بېا هم غلېم په دوي باور نلري او ددوي له اصلېته بېرېږي .

د افغانستان په هغه برخو کښي چی د پاکستان تر ولکي لاندي دي د طالبانو تسلط او ورانکاري څه نوي شي ندي بلکي هغه خلک چی پاکستان مني او دپاکستان ننګه ېي کړي وه او تر ننه ورباندي وېاړي هغوي پخپله طالبان دي صرف له سپېن پټکېانو سره ېي دومره توپېر شته چی ېوه ېي سل فېصده طالب دي او بل اتېا فېصده که داسی نوي نو دوي پاکستان ولي مني پاکستان پخپله د مذهبي جنونېت او ترهګري په بنسټ رامنځ ته شوي وو .
پنجاب هم دپاکستان لپاره تقسېم شو سېند ېي هم ننګه وکړه ازاد رېاستونه هم ېوپل پسی په زور او زر په پاکستان کښی ورګډ شول هندوستاني بېهارېانو هم خپل تارېخی هندوستان پرېښود کراچی ته دپاکستان لپاره راغلل او د غداري مرتکب شول ولي پښتانه دپاکستان واکداران نه بلکه دغلامانو حېثېت لري هسي دپاکستان لپاره خداېي خدمتګاران دي ځکه دپاکستان دسېاسی او ملکي ګټو لپاره دوي د سکرو په شکل استعمالېږی . هغه که د کشمېر ازادول ېعني په پاکستان کښي د ضمولو جنګوو که په افغانستان کښي دپاکستان دمداخلي جنګ او ېا که اوس ددنېا دغولولو او دپاکستان دژغورلو جنګ دي .